Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کانونو وزارت په ۱۴۰۳ کال کې درې لوی تړونونه لاسلیک کړي دي

د کانونو او پټرولیم وزارت شمیرې ښيي چې دغه وزارت د روان هجري لمریز کال له پیله تر اوسه د یو میلیارد او ۲۰۰ ملیونو ډالرو په ارزښت درې لوی تړونونه لاسلیک کړي دي.

ددغه وزارت د ویاند، همایون افغان په وینا، دغه قراردادونه د مالګې، ګاز او سمنټونو په برخه کې دي چې قراردادونه یې له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک شوي دي.

همایون افغان په دې اړه وايي: « سږ کال موږ له ازبېکستاني او ترکي شرکتونو سره د ګاز او سمنټو په برخه کې قراردادونه لرل. له دې مخکې مو له ایراني، ترکي او چینایي شرکتونو سره د نفتو، ګاز، مس او طلا په برخو کې قراردادونه درلودل. نور بهرني شرکتونه هم لېوالتیا لري، خو تر اوسه مو له هغوی سره قرارداد نه دی کړی.»

د کانونو او صنایعو خونه وايي، دا مهال له نورو هېوادونو سمنټ او ګاز واردېږي او په دې برخه کې پانګونه به له افغانستان سره مرسته وکړي چې ځان‌ بساینې ته ورسېږي.

د کانونو او صنایعو خونې لومړی مرستیال، سخي احمد پیمان وايي: «د افغانستان د ګازو کانونه او زېرمې چې په میلیاردونو متر مکعب دي، هم اقتصادي ارزښت لري او هم د افغانستان لپاره ګټور دي. له بلې خوا، د افغانستان د سمنټو په اړه باید وویل شي چې موږ څو د سمنټو کانونه لرو، چې له دې یو یا دوه یې فعال دي.»

د سیاسي چارو شنونکی، احمد فردوس بهګزین وايي: «څنګه کولی شو چې د کانونو سمه را ایستنه و کړو؟ د افغانستان د کانونو سمه را ایستنه او پروسس پخپله د دې لپاره چې په نړۍوال بازار کې یې سم او اغېزناک خرڅلاو وشي، مثبت تاثیر لري.»

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو درېيو کلونو کې د کانونو او پټروليم وزارت مسوولانو د چين، ايران، ترکيې، قطر، ازبیکستان قزاقستان، روسيې او يو شمېر نورو هېوادونو په ګډون د يو شمېر هېوادونو له پانګوالو او استازو سره کتلي او په دې برخه کې یې د پانګونې د رامنځته شویو فرصتونو په تړاو ورسره خبرې کړې دي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه