د افغانستان بانک د رييس په مشرۍ یوه پلاوي د اسلامي مالي مؤسساتو لپاره د محاسبې او تفتیش د ادارې او د اسلامي پراختیایي بانک په نولسمه غونډه کې چې په بحرین هېواد کې جوړه شوې وه، ګډون وکړ.
د افغانستان بانک ویاند، حسیب الله نوري زیاتوي، د دغه بانک رييس په یاده غونډه کې اسلامي بانکولۍ ته د بانکونو د اړولو او په افغانستان کې د یوه حلال، با ثباته، شفاف او قوي مالي او اقتصادي نظام د رامنځته کېدو په برخو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلی نوري په دې اړه وايي: نوموړي د ای او ایف اي او اسلامي پراختیايي بانک او نورو بنسټونو وغوښتل چې له افغانستان سره د اسلامي بانکوالۍ د عنعنوي بانکوالۍ اړولو، روزنیزو پروګرامونو او همدا رنګه ظرفیت لوړونې په برخه کې همکاري وکړي.
د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان په بهرنیو ناستو کې د دغه بانک د مدیره پلاوي ګډون د بانکي اړیکو د پراختیا ترڅنګ په افغانستان کې د اسلامي بانکدارۍ په ثبات کې هم اغېزناک ګڼي.
د اقتصادي چارو شنونکی، اسماعیل ځدراڼ په دې اړه وايي: د افغانستان لپاره ډېره ګټوره تمامېدای شي، ددې لپاره چې موږ له دوی سره هلته راکړه ورکړه څنګه وکړو. په افغانستان کې اکونټونه خلاص شي بیا موږ کولای شو له دوی سره ښه راکړه ورکړه وکړو.
د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالنصیر رښتیا و ویل: ډېر په بېړه کولای شي چې عادي بانکولي په اسلامي بانکوالۍ بدله کړي. ځکه هغه هېوادونه له ډېرو تجربو برخمن دي. نو کولای شي په ډېره اسانه دغه سیسټم په اسلامي بانکوالۍ بدل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د افغانستان بانک پلاوي د اسلامي اقتصاد په نړۍوال فورم کې د ګډون په موخه مالیزیا ته سفر کړی و او هلته یې د اسلامي بانکدارۍ د پراختیا، د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو د پیاوړتیا او د مالي بازارونو د پراختیا په اړه خبرې کړې وې.
په دې اړه مو اندونه