Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ټرانسپورټ وزارت: ۷ زره پاکستاني موټر چلوونکو ته ټاډ سندونه وېشل شوي دي

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وایي، د لنډمهالي تګ راتګ د سندونو د وېش لړۍ له پیله تر دې دمه شاوخوا ۷ زره پاکستاني موټر چلوونکو ته دغه سندونه وېشل شوي دي. 

د دغه وزارت ویاند امام الدین احمدي وایي، دغه موده کې له شپږو تر اوو زرو افغان موټر چلوونکو هم پاکستان ته د تګ دغه سندونه کابل کې د پاکستان له سفارت او کندهار کې د دغه هېواد له کونسلګرۍ ترلاسه کړي دي.

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي و ویل: « تر دې مهاله مو شاوخوا ۷ زره سندونه پاکستاني موټر چلوونکو ته وېشلې دي او شاوخوا همدومره سندونه د پاکستان د سفارت او کندهار کې د دغه هېواد د کونسلګرۍ له لوري افغان موټر چلوونکو ته وېشل شوي دي، چې دواړو خواو ته یې اسانتیاوې برابرې کړې دي.»

ټاډ د لنډمهالي تګ راتګ هغه سند دی چې د افغانستان او پاکستان موټر چلوونکو ته اجازه ورکوي چې د شپږو میاشتو لپاره له وېزې پرته د دواړو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ وکړي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټاد سند د ۲۰۲۴ کال د مې له لومړۍ نیټې وروسته د کابل او اسلام اباد ترمنځ د صادراتو او وارداتو د اسانتیاو په موخه پلی شو.

خو افغان موټر چلوونکي بیا د ټاډ سند د اعتبار مودې د ډېرېدو او د ویزو په برخه کې د اسانتیاو غوښتنه کوي. 

موټر چلوونکی، حکمران وایي: « شپږ میاشتې ډېر ژر تېرېږي؛ زه دغه موده کې دوه ځله لاړم او راغلم. باید د دغه سند د اعتبار موده ډېره شي.»

بل موټر چلوونکي، تورخان هم و ویل: « له دې مودې دوه میاشتې افغانستان کې تېروو او دوه هم پاکستان کې؛ باید د دغه سند د اعتبار موده کې زیاتوالی راشي.»

تر دې مخکې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي و چې د اګست میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته به د ټرانزیټي موټرو پرته له افغانستانه هیڅ موټر له لنډ مهالې سند پرته پاکستان ته داخل نه شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه