ځینې سوداګر وايي، د افغانستان او پاکستان تر منځ د بار وړونکو موټرو د تګ راتګ زیاتوالي له امله دمګړۍ په تورخم او سپین بولدک بندرونو کې لسګونه بار وړونکي موټر درېدلي دي.
دوی وایي، د موټرو د درېدو له امله د هرې ورځې په تېرېدو ورته ډېر زیان ویني.
سوداګر، رمضان منصوري وایي: « کله چې بار ښکته کوو باید ژر کراچۍ ته ورسیږي. دا چې کانټینرونه پر وخت ځای ته نه رسیږي، پر خلکو او سوداګرو ډېر لګښت راځي له زر ډالرو تر ۱۵ او ۲۰ زرو ډالرو لګښت پرې راځي څو په چټکه ورسیږي.»
سوداګر، زلمي عظیمي و ویل: « سلګونه لارۍ د تورخم او سپین بولدک په صفري نقطو کې درېدلې دي او هر ورځ د دغو لاریو د درېدو له امله موږ ته له ۵ تر شپږ لکه ډالرو زیان رسیږي.»
د سوداګرۍ او پانګونې خونه د سپین بولدک او تورخم په بندرونو کې رامنځته شوې ستونزې مني او د اسلامي امارت له لوري د دې ستونزې پر حل ټینګار کوي
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي، خانجان الکوزي و ویل: « موږ هیله لرو چې مسوولین په ځانګړې توګه رییس الوزرا او دغه راز د ملا برادر په مشرۍ اقتصادي شورا دغې مسلې ته پام وکړي او تورخم ته یو پلاوي ولیږي، د سوداګرو مالونه رسېدلي او خراب شوي خو جریمه پرې راځي.»
سږ کال په پرلپسې ډول د افغانستان د موټرو پر مخ د پاکستان د بندرونو تړل کېدو، د دواړو لورو د پوله ساتو ترمنځ نښتو، او د پاکستان لخوا د افغانستان پر صادراتي او ټرانزیټي توکو د اضافي تعرفو لګولو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه په بې مخینې توګه کمه کړې ده.