Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تېرو ۷میاشتو کې له ایران سره یو مېلیارد او۸۲۷ مېلیونه ډالره راکړه ورکړه شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې، د روان لمریز کال د اوو میاشتو په لړ کې له ایران سره د یو مېلیارد او ۸۲۷ مېلیون ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه شوې ده.

د دغه وزارت ویاند اخندازده عبدالسلام جواد له ایران سره د راکړې ورکړې په اړه زیاته کړه چې، له دغه لوړ شمېر څخه ۳۰ مېلیونه یې صادرات او پاتې نور یې واردات دي.

د دغه وزارت ویاند په وینا، کاني ډبرې، ممیز، سُرب، ډول ډول مشروبات او زغر ایران ته د افغانستان مهم صادراتي توکي دي او نفت او ګازو، د کارخونو اومه توکي او سمنټ بیا له دغه هېواده تر ټولو مهم وارداتي توکي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«د ۱۴۰۳ کال د تېرو اوو میاشتو په لړ کې د ایران له جمهوریت سره د افغانستان سوداګري د یو مېلیارد او ۸۲۷ مېلیون ډالرو په ارزښت وه چې، له دې منځه ۳۰ مېلیون ډالره صادرات او یو مېلیارد او ۷۹۷ مېلیونه ډالره واردات دي.»

اخوا د ایران رسنیو راپور ورکوي چې، په روان لمریز کال کې افغانستان ته  د ۱.۳ مېلیارده ډالرو په ارزښت یوازې غیرنفتي صادرات ترسره شوي دي.

بلخوا، د سوداګرۍ خونه وایي چې له پاکستان سره د سوداګرۍ پر وړاندې د راولاړ شویو ننګونو له امله له ایران سره د افغانستان د سوداګرۍ کچه زیاته شوې ده.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی طلوع‌نیوز ته وايي:«زموږ د سوداګرۍ مهم ځای ایران نیولی او هغه څه چې، ویل کېږي، کره دي. زموږ واردات او کارو بار ورځ په ورځ زیاتېږي؛ د دې لپاره چې، موږ لګښت او اړتیا ده چې، بشپړ یې کړو. که‌چېرې د پاکستان دروازه وتړل شي، اړ یو چې، بله دروازه پرانیزو.»

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رښتیا هم څرګندوي:«له هغې وروسته چې، له پاکستان سره مو سرحدي او ترانزیټي ستونزې رامنځته شوې، ببدیلې لارې ولټول شوې او د افغانستان لپاره غوره لار، له شک پرته چهابهار بندر او ایران و، او له ایران سره زموږ ډېره سوداګري پیل شوه.»

یوه اوونۍ وړاندې د خراسان رضوي د اقتصادي همغږۍ مرستیال افغانستان د ایران د صادراتو لپاره یو له اصلي او لومړنیو بازارونو وباله او افغانستان ته یې د ایراني محصولاتو د صادراتو پر زیاتېدو سربېره، د تجربې او سټنډرونو پر لېږد هم ټينګار کړی و.

د دغه وزارت ویاند، له ایران سره د راکړې ورکړې په اړه وايي چې، له دغه لوړ شمېر څخه ۳۰ مېلیونه یې صادرات او پاتې نور یې واردات دي.

شریک یي کړئ