Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پاکستان ۲ سلنې مالیې له افغانستان سره د سوداګرۍ بهیر ګډوډ کړی

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې ویلي، د پاکستان له لوري د افغانستان پر ترانزیتي سوداګریزو توکو د ۲ سلنې مالیې په لګول کېدو سره د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ د ودې بهیر ټکنی شوی دی.

د دغې خونې د مسوولینو په وینا، افغان سوداګرو په تورخم کې د اضافي لګښتونو له امله د ایران د لارې په ګډون نورو بدیلو لارو ته مخه کړې ده.

جنید مکدا زیاته کړې چې د ایالتونو په کچه د مالیاتو ناهمغږې تګلارې د حقوقي ستونزو او د افغانستان-پاکستان د ټرانزیټي سوداګرۍ د نقض لامل شوي دي.

ښاغلي مکدا ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري کولای شي تر ۷ میلیارده ډالرو پورې ورسیږي، خو د دولت د محدودوونکو اقداماتو له امله یې وده نه ده کړې.

د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې اجراییه رییس، نقیب الله صافی وايي: یوه اعلامیه د دې خونې له خوا خپره شوې چې ټینګار کوي دا ډول مالیه باید ختمه شي، ځکه چې دا نه یوازې سوداګري ګډوډوي، بلکې د پاکستان صادرات هم ګرانوي او افغان سوداګر مجبوروي چې د بدیلو لارو په لټه کې شي. 

بلخوا، یو شمېر سوداګر وايي چې له پاکستان سره د سوداګرۍ ستونزې د دوی د صادراتو د کمېدو لامل شوي او له اسلامي امارته یې غوښتنه دا ده چې د سوداګرۍ لپاره بدیلې لارې پیدا کړي.

د کابل د تازه مېوو او سبزیجاتو د عمومی شورا رییس، عبدالغفور ناصري و ویل: موږ د پاکستان له حکومته غوښتنه کوو چې هغه تعرفې او ټرانزیټي مالیې، چې په هر موټر شاوخوا یولک شل زره تر یو نیم لک پورې وضع شوې دي، لرې کړي. سره له دې چې موږ د هغوی د حق په توګه د خاورې محصول ورکوو، هغوی دا دوه سلنه اضافي مالیه زموږ پر توکو لګولې ده.

د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال، میرویس حاجي زاده   هم زیاته کړه: ټرانزیټ هغه دی چې توکي پرته له کوم لوی لګښت د دوو هېوادونو ترمنځ تبادله شي او یوازې لږ لګښت پرې وضع کېږي. خو زموږ دوست او ګاونډی هېواد د سوداګرۍ د پالیسۍ خلاف د ټرانزیټي توکو پر سر تعرفه وضع کړې ده. له دې فرصته زموږ نور ګاونډیان هم ګټه پورته کړې او و یې کړای شول چې د افغانستان مارکیټ په خپل کنټرول کې واخلي. 

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې ویلي وو، چې د سوداګرۍ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې د رامنځته شویو ستونزو له امله په وران لمریز کال کې پاکستان ته د افغانسان صادرات کم شوي دي.

د دغې خوني رییس زیاته کړې چې دوی هڅه کوي هند، روسیې او عربي هېوادونو ته د افغانستان صادرات زیات کړي.

شریک یي کړئ