د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د روان هجري- لمریز کال له پیله تر اوسه په ۱۲ داوطلبیو کې ۴۰ زره قیراطه زمرد پلورل شوي دي.
د دغه وزارت ویاند د دومره زمردو ارزښت څه باندې یو میلیون او ۸۰۰ زره ډالره بولي او همداراز د داوطلبۍ په بهیر کې له روڼتیا هم ډاډ ورکوي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان و ویل: «له ۱۴۰۳ لمریز کال له پیل راهیسې، په ۱۲ داوطلبیو کې ۴۰ زره قیراطه زمرد، چې په قانوني توګه استخراج شوي وو، پلورل شوي دي. د پلورل شويو زمردو ارزښت شاوخوا یو اعشاریه اته نیم میلیونه امریکایي ډالر اټکل شوی دی.»
بلخوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې د افغانستان زمرد په نړیوالو بازارونو کې ځانګړی ارزښت لري او د هغو د بیې د لوړېدو لپاره اسلامي امارت باید د پروسس د فابریکو د جوړولو تر څنګ د بازار موندنې برخې ته هم پاملرنه وکړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند، جان اقا نوید په دې اړه بیا وايي: «د افغانستان زمرد د قیمتي ډبرو له ډلې دي چې په نړۍواله کچه شهرت لري، په ځانګړې توګه په پنجشیر کې په زیاته پیمانه موندل کېږي. موږ وړاندیز کوو چې د دې ډبرې د پیرودلو، پلور، پروسس او بسته بندۍ بازار په افغانستان کې دننه جوړ شي، څو د دې محصول نوم د افغانستان په نامه پاتې شي.»
د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالظهور مدبر هم وايي:«افغانستان د معدني سرچینو او قیمتي ډبرو له پلوه ډېر غني دی. که چېرې کانونه په سمه توګه استخراج او پروسس شي، د خلکو لپاره به د کار زمینه ډېره شي او د افغانستان خلکو ته به ګټه ورسوي.»
د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، د زمردو د کانونو د استخراج لپاره د دغه وزارت لخوا ۶۰۰ جوازونه وېشل شوي او د استخراج په بهیر کې شاوخوا ۱۶ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.