Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ټولګټو وزارت پلاوی د وسپنۍ پټلۍ له لارې د سوداګرۍ په موخه ایران ته تللی

د ټولګتو وزارت له ایراني پلاوي سره د لیدو کتو په لړ کې د وسپنې پټلیو پر پراختیا خبرې اترې کړي دي. 

د هرات-خواف له درېیمې برخې د انتقالاتو زیاتوالی، د افغانستان د وسپنې پټلیو د کارکوونکو د کاري وړتیاو زیاتول او پر وسپنې پټلۍ د ګډې پانګونې زیاتوالی ددغو خبرو اترو اصلي محور بلل شوی.

حسن کاظمي قمي ویلي چې د وسپنې پټلۍ پراختیا د دوی په کاري لومړیتوبونو کې ده.

د ټولګډو وزارت ویاند وایي د خواف - هرات د اوسپنې پټلۍ د درېیمې قطعې له لارې د لېږد رالېږد زیاتېدل، د افغانستان د وسپنې پټلۍ د کارکوونکو د ظرفیت لوړېدل او د وسپنې پټلۍ په بیخ بناوو کې ګډې پانګونې هغه مسایل دي چې د دغه وزارت پلاوي د خپلو کتنو پر مهال له ایراني چارواکو سره ورباندې خبرې کړي دي.

د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس و ویل: «په دغه غونډه کې دواړو لوریو د مهمو موضوعاتو په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل، چې په دې کې د هرات-خواف د درېیمې برخې د وسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو زیاتوالی، د افغانستان د وسپنې پټلۍ د کارکوونکو تخنیکي وړتیا لوړول، او د ریل د زیربناوو د پراختیا په برخه کې د ګډو پانګونو فرصتونه شامل وو.»

اخوا، یو شمېر سوداګر وايي، له ایران سره وسپنې پټلۍ پراختیا دغه هېواد ته د صادراتو په زیاتوالي کې مهم رول لري.

یو سوداګر، میرویس حاجي زاده وايي: «څو ورځې وروسته د ایران د وسپنې پټلۍ فعالیږي، که پراختیا ومومي، دا به هم د سوداګرو په ګټه وي او هم د ټولو لپاره یو ارزانه دهلیز وي چې له پاکستان او هند سره د صادراتو لپاره ترې ګټه اخیستل کېدی شي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، په دغو کتنو کې باید د چابهار بندر د پراختیا او د دواړو خواوو ترمنځ د راکړې ورکړې په برخه کې د شته ستونزو د هواري په تړاو هم خبرې وشي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د اداري او مالي چارو سرپرست، میرزمان پوپل، طلوع‌نیوز ته و ویل: «د هغه هوکړه لیک لمخې چې مخکې د ایران او هند ترمنځ شوی و، ټاکل شوې چې په چابهار بندر کې اسانتیاوې رامنځته شي، موجودې ستونزې حل شي، او د کښتیو ګڼوالی یو څه زیات شي، څو موږ وکولای شو خپل صادراتي او وارداتي توکي د چابهار بندر له لارې و انتقال کړو.»

  د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو لمخې، د روان لمریز کال په اوو میاشتو کې له ایران سره د یو میلیارد او ۸۲۷ میلیونه ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه شوې چې له دې منځه۳۰ میلیونه ډالر د افغانستان د صادراتو ونډه ده.

شریک یي کړئ