د کانونو او پټرولیم وزارت او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې ترمنځ د کانونو د اداري بهیرونو د ساده کولو هوکړهلیک لاسلیک شو.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وایي چې، د دغه هوکړهډلیک پر بنسټ د هېواد د کانونو د ټولو اداري بهیرونو په ځانګړي ډول د داوطلبۍ پروسې ساده شوې دي.
هدایتالله بدري زیاتوي چې دغه وزارت ژمن دی د هېواد د کانونو د معیاري استخراج لپاره لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هدایتالله بدري وايي:«د لویو مقیاس کانونو په برخه کې، ۱۳۳ قدمونه او کوچني مقیاس په برخه کې ۱۱۱ ګامونه حذف شول. او د جیولوژیکي معلوماتو د مدیریت لوی ریاست په قدمونو کې، ځينې قدمونه تعدیل، مدغم، حفظ او ځينې حذف شول.»
د چارو ادارې رییس هم په اداري چارو کې د اسانتیاوو رامنځته کېدل او په اسلامي امارت کې د ادارو په اډانه کې د بهیرونو اسانتیا د هېواد د اقتصاد، پانګوالو او حکومتي بنسټونو لپاره ګټوره ګڼي.
د چارو ادارې رییس نورالحق انور په دې هکله وویل:«دا د روڼتیا او معیاري کېدو په لور، د باور د زیاتېدو په لور، خلکو ته د ښو خدمتونو د وړاندې کېدو په برخه کې، ښه ګام دی چې، اخستلی شوی دی. دا د نظام او هېوادوالو په ګټه هم دی او د وزارت کارکوونکو په ټول کې، ټولو ته په ګټه دی.»
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې رییس شهزاد نور راشد هم څرګندوي:«د ساده کولو برخه دا د نظام په کچه، کله چې، د افغانستان اسلامي امارت پر دې خاورې واکمن شوی، تراوسه کابو په ۱۰ وزارتونو او ادارو کې، ۷۰۸ پروسې ساده کړي دي.»
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې معلوماتو له مخې، په روان لمریز کال کې به د کانونو پوهنې، او عامې روغتیا وزارتونو او ښاروالیو کې د اداري پروسو د ساده کولو بهیر بشپړ شي.