د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست حمید الله اخندزاده افغانستان لپاره د ترکیې له سفیر جنګ اونال سره کتنه کې د لاجورد لارې د فعالېدو په تړاو خبرې کړې دي.
دغه کتنه کې د ترکیې سفیر ویلي، هڅې روانې دي چې، د افغانستان او ترکیې تر منځ په ځمکني ټرانسپورټ کې لا نورې اسانتياوې هم برابرې شي.
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ویاند، امام الدین احمدي و ویل: « څه موده وړاندې ترکیه کې د لاجورد لارې د پرانېستو په تړاو یوه ناسته ترسره شوې وه. د هغې ناستې پایلې باید وڅارل شي او له دغې لارې دې د لېږد رالېږد لپاره زمینه برابره شي.»
لاجورد لاره افغانستان د منځنۍ اسیا له هېوادونو او اروپا سره نښلوي.
د لاجورد لارې سوداګریزه او ټرانزیټي هوکړه د افغانستان، ترکمنستان، اذربایجان، ترکیې او ګرجستان ترمنځ په ۱۳۹۶ هجري لمریز کال کې لاسلیک شوه، خو لا هم ترې ګټه نه ده اخیستل شوې.
دغه لاره د افغانستان له تورغونډۍ او اقینې پیل او له ترکمن باشي بندره په تېرېدو د اذربایجان باکوي ښار، د ګرجستان تفلیس سیمې، د ترکیې استانبول او په پای کې د اروپا پولو ته رسېږي.
له لاجورد لارې ګټنه افغانستان پر ګاونډیو هېوادونو له اتکا خلاصوي او ویل کېږي چې هېواد به په سېمه کې پر لویې ټرانزیټي لارې بدل کړي.
سوداګر میرویس حاجي زاده و ویل: « پر ځای د دې چې دغه لار لس کاله یا پنځه کاله وروسته پيلېږي، اړتیا ده چې همد اوس او راتلونکی کال هر څه ژر پيل شي چې سوداګر خپل توکي صادر کړای شي، ځکه لاجورد لاره یوه ډاډمنه لاره ده.»
د لاجورد لارې ښکېلو هېوادونو ترمنځ ټرانزیټي او ګمرکي اسانتیاوې، د لېږد رالېږد بنسټونو جوړول، د لېږد رالېږد د خدمتونو ښه والی او دغه راز په اوبیزو او وچو بندرونو کې د ستونزو حل د لاجورد لارې په سوداګریزه او ټرانزیټي هوکړه کې یاد شوي دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، دا لار د منځنۍ اسیا هېوادونو او اروپا ته د افغانستان د سوداګریزو توکو د لېږد تر ټولو لنډه او ارزانه ټرانزیټي لار ده.
د دغې خونې د مسوولينو په خبره، له دې لارې د توکو لېږد به تر ډېره د وسپنې پټلۍ له لارې کېږي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي، خان جان الکوزي و ویل: « که د دې لارې د اهمیت په اړه و وایم، اهمیت یې ډېر زیات دی، نږدې ده او موږ کولای شو له دې لارې په اسانۍ سره اروپا ته ورسېږو.»
د لاجورد لارې پروژه په افغانستان او سیمه کې د سوداګریزې پراختیا له مهمو طرحو ده چې لمخې به یې، د افغانستان سوداګریز توکي په خوندي توګه، کم وخت او کم لګښت سره اروپا ته رسېږي.