Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې د افغانستان صادرات ۱۴ سلنې کم شوي دي

نړۍوال بانک په یوه راپور کې ویلي، د افغانستان صادرات د روان زېږیز کال له جنورۍ تر ډیسمبره د تېر کال د همدې مودې پر تله ۱۴ سلنې کم شوي دي.

دغه راپور کې د پاکستان په سوداګریزو پالیسو کې بدلونونه او د افغانستان پر تازه مېوو او نورو کرنیزو محصولاتو د مالیاتو لوړوالی د افغانستان د صادراتو د کمښت لاملونه په ګوته شوي دي. 

روان کال کې د افغانستان صادرات تر سپټمبر میاشتې ۹۲۰ میلیونه ډالرو ته رسیږي. 

سوداګر، میرویس حاجی زاده صادراتو کې د کمښت په اړه طلوع‌نیوز ته و ویل: « موږ اړ یو چې پر یوه هېواد له اتکا خلاص شو او بدیله لار پیدا کړو. هر کال په تورخم لار کې صادرات او له کراچۍ بندره رالېږدېدونکي توکي درول کیږي.»

خو د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، د صادراتو د زیاتوالي په موخه هڅه کوي څو د منځنۍ اسیا له هېوادونو او هند سره سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی، خان جان الکوزی وایي: « هڅې روانې دي چې له منځنۍ اسیا، چین، روسیې، خلیج او ترکیې سره سوداګري او ټرانزیټ ولرو او له هند او ترکیې سره مو سوداګري ورځ په ورځ زیاتیږي.»

سوداګر، امید حیدري و ویل: « هغه څه چې، زموږ د سوداګرۍ په زیاتوالي کې مرسته کوي، د چین، مسکو، قزاقستان او دوبۍ په څېر بازارونو ته لاسرسی دی، له همدې امله موږ باید له ازبیکستان، ایران او نورو هېوادونو سره هوکړې لاسلیک کړو څو خپلو ټرانزیټي توکو ته پراخ لاسرسی ولرو.»

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې هم تیره ورځ (پنجشنبه) ویلي و چې، د روان هجري لمریز کال په تلې میاشت کې له بېلابېلو هېوادونو سره د یو اعشاریه څلور میلیارده ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې چې له دې ډلې ۲۳۴ میلیونه ډالره د افغانستان د صادراتو ونډه ده.

شریک یي کړئ