Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سوداګرۍ نوی فصل؛ له چین څخه د وارداتي توکو یوه جوپه حيرتان ته را ورسېده

د افغان سوداګرو د سوداګریزو توکو یوه لویه جوپه نن (شنبې) له چین څخه په مستقیمه توګه د حیرتان بندر ته را ورسېده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په هغه پروګرام کې چې، د حیرتان سوداګریز بندر کې په همدغه مناسبت جوړه شوې وه، ویلي دغه جوپه له قزاقستان او ازبیکستان څخه په تېرېدو او له شلو ورځو وروسته، حیرتانو سوداګریز بندر ته را رسېدلې ده.

ښاغلی عزیزي زیاتوي دوی هڅه کوي چې، له دغه مسیره کورني سوداګریز توکي په مستقیم ډول چین او وروسته اروپا ته ولېږدوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست زیاته کړه:«هغه جوپه چې، نن له چین څخه افغانستان ته را ورسېده، د چین له ختیځ څخه یې حرکت کړی و چې، په ۲۰ ورځو کې افغانستان ته راورسېد. ډېری هغه توکي چې، په دغې جوپه کې وارد شوي، رخت دی چې، د افغانستان خلک ترې استفاده کوي.»

ځینې سوداګر او د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې، صنایعو او کانونو خونو مسوولان د دغه مسیر بیا فعالېدل د بیو ټیټوالي او د هېواد د تولیداتو د صادراتو د چټکتیا په برخه کې اغېزناک ګام ګڼي.

د بلخ د صنایعو او کانونو خونې رییس امام‌الدین سنايي‌زاده وايي:«د صادراتو لپاره باید له دغو دهلیزونو استفاده وکړو چې، خپل مال په اسانه او ارزانه صادر کړو.»

سوداګر قلندر رحیمي هم وویل:«له دې وروسته له چین څخه جوپې د رېل پټلۍ له لارې افغانستان ته راځي چې، د ټرانسپورټي بیو په کمښت کې ځانګړی اهمیت لري.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د دغه سفر پرمهال زیاتوي اسلامي امارت هڅه کوي چې، د هېواد د صادراتو کچه لوړه کړي. د نور الدین عزیزي په خبره په روان لمریز کال کې د هېواد د صادراتو کچه له ۸۵۰ مېلیونه ډالرو دوه مېلیارد ډالرو ته رسېدلې ده.

شریک یي کړئ