ټاکل شوې ده چې، د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د لیندۍ په ۱۲مه او ۱۳د اسلامي امارت د استازي له حضور پرته د مشهد په کوربتوب جوړه شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې، د ایکو د دارالنشا د پرېکړې پر بنسټ، په دغې غونډه کې د ګډون لپاره اسلامي امارت ته بلنه نهده ورکړل شوې.
بلخوا اسلامي امارت تراوسه په دې هکله څه نهدي ویلي.
د کانونو او صنایعو خونې لومړی مرستیال سخي احمد پیمان د ایکو غونډې په هکله وايي:«ډېری هېوادونه د اړیکو او د تلپاتې اقتصادي همکاریو لپاره، د دې غوښتونکي دي، د سیمې له هېوادونو چې، افغانستان هم د سیمې جز دی، ځينې هېوادونه د دې پلویان دي چې، افغانستان باید ګډون ولري. اوس هم شونې ده چې، د سیاسي بحثونو له امله افغانستان ته په دې غونډه کې بلنه نهوي ورکړل شوې.»
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په وینا، په دې غونډه کې د بحث لپاره تر ټولو مهم مسایل د سیمهييزې همکارۍ پراختیا ده چې، د ټرانسپورټ، چاپېریال ساتنې او ګرځندوی برخې پهکې شاملې دي.
د اقتصادي چارو ځینې شنونکي په اوسنیو شرایطو کې د سیمې په اقتصادي غونډه کې د اسلامي امارت د استازي حضور مهم ګڼي.
د اقتصادي چارو شنونکی شمسالرحمن احمدزی وايي:«د ایکو سازمان په دغې غونډه کې چې، جوړېږي باید د اسلامي امارت استازی بلل شوی وای.»
د اقتصادي چارو بل شنونکی عبدالنصیر رښتیا هم څرګندوي:«افغانستان هم د ایکو سازمان برجسته غړی دی او د افغانستان له همکارۍ پرته، دغه سازمان نهشي کولای، هغو موخو ته چې، له مخکې تعیین شوي ورسېږي؛ ځکه افغانستان په یوه داسې موقعیت کې واقع دی چې، کولای شي د غړو هېوادونو ترمنځ د وصل ټکی وي.»
د ایکو سازمان په ۱۹۸۵ کال کې د ایران، ترکیې او پاکستان لخوا د غړو هېوادونو ترمنځ، د اقتصادي، سوداګریزو او کلتوري همکاریو د پياوړتیا په موخه جوړ شو.
دغه سازمان په ۱۹۹۲ زیږدیز کال کې پراختیا پیدا کړه او د افغانستان، اذربایجان، قزاقستان، قرقیزستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبیکستان هېوادونو هم د هغه غړیتوب ترلاسه کړ.
ایکو اوس ۱۰ غړي لري چې، په منځنۍ او لوېدیځې اسیا کې د سیمهییزو همکاریو یو له مهمو سازمانونو شمېرل کېږي.