Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په یوه کال کې له افغانستان سره د روسیې ۱۲۰۰ ټنه بشري مرسته

روسیې په تیرو ۱۲ میاشتو کې ۱۲۰۰ ټنه بشردوستانه مرستې افغانستان ته استولي دي.

د روسیې ټاس خبري آژانس راپور ورکړی چې د روسیې د امنیت شورا د سرمنشي په مشرۍ یوه پلاوي د ریاست الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په کتنه کې ویلي چې مسکو په تېرو۱۲ میاشتو کې ۱۲۰۰ ټنه بشري مرستې افغانستان ته لېږدولي، چې یوه برخه یې د ملګرو ملتونو د خوړو د نړیوال پروګرام لخوا وېشل شوې ده.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال ویاند وایي، په دې کتنه کې په دې کتنه کې د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا، سوداګرۍ، ټرانزیټ، بشري مرستو او په افغانستان کې د روسیې پر پانګونې هم خبرې وشوې.

ښاغلی حمدالله فطرت وايي: دواړه هېوادونه د سوداګرۍ، پانګونې او ټرانزیټ په برخو کې د پراخو همکاریو لپاره د ګډ سوداګریز فورم پر جوړېدو سلا شول. دغه فورم به د مختلفو سکټورونو لپاره ځانګړې کمیټې ولري.

بلخوا د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي پر دې باور دي چې له روسیې سره د اقتصادي اړیکو پراختیا او په افغانستان کې د دغه هېواد د مرستو او پانګونې راجلبول د هېواد د اقتصادي ودي او پرمختګ لپاره ګټور دي.

د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالبصیر تره کی په دې اړه وايي: اسلامي امارت باید ډېره هڅه وکړي چې له دغې چانسه استفاده وکړي. څو روسیه دلته پانګونه وکړي او یوه تعامل ته سره ورسیږي.
 
د اقتصادي چارو یو بل شنونکی، قطب‌الدین یعقوبي هم په دې اړه وايي: روسیه کولای شي د افغانستان په اقتصادي کې مهم رول ولوبوي. د زیربناو وده، د انرژۍ په برخه کې پانګونه او له سیمې سره د سوداګریزو لارو اتصال په برخو کې همکاري کولای شي.
 
  دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر استازي د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره په کتنه کې ویلي وو، چې مسکو غواړي له افغانستان سره په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې اړیکې پراخې کړي.
 
دا په داسې حال کې ده چې مخکې د روسیې د ولسمشر استازي د افغانستان لپاره د بهرنیو چارو وزارت سرپرست سره په لیدنه کې ویلي وو چې مسکو غواړي د افغانستان سره په اقتصادي او سوداګریز برخو کې خپلې اړیکې پراخه کړي.

د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي پر دې باور دي چې له روسیې سره د اقتصادي اړیکو پراختیا او په افغانستان کې د دغه هېواد د مرستو او پانګونې راجلبول د هېواد د اقتصادي ودي او پرمختګ لپاره ګټور دي.

شریک یي کړئ