Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اوچا: تېرو درېیو کلونو کې ۲۳.۷ میلیونه افغانان پر بشري مرستو متکي و

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په یوه تازه راپور کې ویلي، له تېرو درېیو کلونو راهیسې د افغانستان ۲۳.۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري. 

اوچا ویلي، بشري مرستو ته د خلکو د اړتیا کچه ډېریږي خو دغه سازمان یې په تامینولو کې له ګڼو ننګونو سره مخ دی. 

راپور کې راغلي، اوچا روان ۲۰۲۴ زېږیز کال کې افغانستان کې د بشري مرستو لپاره ۳.۱ میلیارده ډالرو ته اړتیا لرله چې، د راپور لمخې، تر دې دمه یې یوازې ۱.۱۵ میلیارده ډالره دغه بودیجه ترلاسه کړې ده. 

د اوچا د راپور لمخې، د خوړو نه خوندیتوب او خوارځواکۍ لوړې کچې، طبیعي پېښو، اقلیمي بدلونونو، له جګړو پاتې شونو ناچاودو توکو او پر بشري مرستو محدودیتونو افغانستان کې د تېرو څلوېښتو کلونو جګړې د اغېزو لمنځه وړلو مخه ډب کړې ده. 

د اقتصادي چارو شنونکی شمس الرحمن احمدزی په دې وایي: « که مرستندویه بنسټونه د افغانستان له خلکو او حکومت سره دغو شرایطو کې مرسته وکړي نو دوه ګټې به ولري، لومړی دا چې، دغه مرسته به خلکو ته لاسرسی اسان کړي او بل دا چې، په اقتصادي پراختیا کې به هم مرسته وکړي.»
 
په ورته مهال اقتصاد وزارت د نړۍوالې ټولنې د مرستو پر دوام ټینګار کوي او وايي، اسلامي امارت هڅه کوي چې د بنسټیزو پروژو له لارې په هېواد کې د اقتصادي ودې او د بې وزلۍ د لمنځه وړلو زمینه برابره کړي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبداللطیف نظري و ویل: « د نړۍوال بشري مرستو تر څنګ، اسلامي امارت هڅه کوي چې ، زیربنایي  او کاري پروژې پیاوړې کړي او له دې لارې د افغانستان پر ځان بسیاینې ته لار هواره کړي.»

تر دې وړاندې د خوړو نړۍوال پروګرام په یو راپور کې ویلي و، چې په افغانستان کې د خوړو خوندیتوب وضعیت یو څه ښه شوی، خو د خوراکي توکو اړتیا لا هم ډېره ده.

شریک یي کړئ