Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان او ترکیې په ګډه غونډه کې د لاجورد لارې پر فعالېدو ټینګار

د صنعت او سوداگرۍ وزارت د ۱۳۰ افغان او ترک شرکتونو ترمنځ د یوې ناستې خبر ورکړی دی.

د دغه وزارت ویاند وایي، په دې ناسته کې ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر پراختیا، د ټرانسپورټي او ټرانزیټي ستونزو د حل او د لاجورد لارې د فعالولو په اړه خبرې شوې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد و ویل: «د غونډې ویناوالو د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ د پیاوړتیا ټینګار وکړ، او د ترکیې لوري خپل چمتووالی د افغانستان او نورو هېوادونو سره د لاجورد لارې د فعالولو په برخه کې څرګند کړ.»

بل خوا، په استانبول کې مېشت د افغان-ترک سوداګرو ټولنه وايي چې د افغان او ترکي سوداګرو په ګډه غونډه کې په درې مهمو مسایلو په ځانګړي توګه د ترجیحي تعرفې او د سوداګریزو اسانتیاوو د برابرېدو په تړاو خبرې شوې دي.

د افغان- ترک سوداګرو ټولنې رییس، عزت الله سادات  په دې اړه وايي:  «د دغې غونډې تر ټولو مهم بحثونه په افغانستان کې د ترکی پانګه‌والو جذب، د سوداګریزو تعرفو کمول او د افغان سوداګرو لپاره د ویزې شرایطو اسانه کول شامل وو.» 
 
د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند، جان آقا نوید هم و ویل: «د لاجورد لار کولی شي افغانستان د ځمکې، هوا او سمندر له لارې له اروپا سره ونښلوي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د ترکیې سوداګرو په افغانستان کې د کرنې، کانونو، انرژۍ، اسلامي بانکوالۍ او حقوقي برخو کې پانګونې ته لیوالتیا څرګنده کړې ده او دواړو خواوو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ګډې خونې پر جوړېدو، د نندارتون د مرکز پر جوړېدو او د دا ډول ناستو پر دوام ټينګار کړی دی.

په استانبول کې مېشت د افغان-ترک سوداګرو ټولنه وايي، د افغان او ترکي سوداګرو په غونډه کې په درې مهمو مسایلو په ځانګړي توګه د ترجیحي تعرفې او د سوداګریزو اسانتیاوو د برابرېدو په تړاو خبرې شوې دي.

شریک یي کړئ