Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ذبیح‌الله مجاهد: افغانستان کې د ټاپي پروژې کار عملاً روان دی

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې، د ټاپي پروژې ټول اړین وسایل افغانستان ته رارسېدلي او د دغې پروژې کار عملاً روان دی.

د ښاغلي مجاهد په وینا، ټاکل شوې چې، د دغې سترې اقتصادي پروژې کار په دوو کلونو کې تر هرات ولایته بشپړه شي.

د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، په افغانستان کې د ټاپي پروژې د کار پیلېدل د اسلامي امارت له مهمو لاسته راوړنو ګڼل کېږي.

د اسلامي امارت ویاند په دې هکله وویل:«د ټاپي پروژې کار عملآً د افغانستان په خاوره کې روان دی. له پرانیستې تراوسه، د دغې پروژې د اړتیا وړ وسایل رالېږدول شوي او همدارنګه هغه ماشینري چې، هلته استفاده کېږي او هغه مهم وسایل چې، تر ځمکې لاندې کېږي، سیمې ته رارسېدلي او د دغې پروژې کار عملاً د افغانستان په خاوره کې روان دی.»

بلخوا، د صنعتکارانو ټولنه په افغانستان کې د ټاپي پروژې بشپړېدل د اقتصادي ودې، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو او د هېواد د عوایدو د زیاتېدو په برخه کې یو مثبت ګام ګڼي.  

د صنعتکارانو د ټولنې رییس عبدالجبار صافي وویل:«د دغې پروژې له لارې زرګونو تنو ته د کار زمینه برابرېږي او د کال کابو ۴۰۰ مېلیونه ډالره عواید به ترلاسه شي. د هېواد سوېل ختیځه سیمه پر یوې اقتصادي سیمې بدلېږي. چې، د دغې پروژې له عملي کېدو سره، ګاز، برېښنا، رېل پتلۍ او همدارنګه سړک جوړېږي.»
 
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالشکور هډه‌وال وايي:«د ټاپي پروژه یوه پراخه پروژه ده چې، د هغه په اوږدو کې ډېری نورې پروژوې هم عملي کېږي. د دغې پروژې له پرانیستې او بشپړېدو سره، په سلګونه نورې پروژې هم پیلېږي.»

د ټاپي پروژه د روان لمریز کال د وږي پر۲۱مه د اسلامي امارت او د ترکمنستان د لوړ پوړو چارواکو په حضور کې پرانیستل شوه. د دې پروژې په بشپړېدو سره به په افغانستان کې ۱۲ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي او له دې پروژې به د هېواد کلني عواید شاوخوا یو مېلیارد ډالرو ته ورسېږي.  

شریک یي کړئ