د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال صدراعظم عثماني تهران کې د ایران - افغانستان د سوداګرۍ ګډۍ خونې له غړو سره په کتنه کې د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
د دغه وزارت ویاند مصباح الدین مستعین وایي، دغه کتنه کې دواړو لورو د افغانستان په کرنیز سکټور کې د ګډو پانګونو فرصتونه هم ارزولي دي.
صدراعظم عثماني په دې کتنه کې ایران ته د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د صادراتو لپاره د اسانتیاوو غوښتنه کړې ده.
د کرنې وزارت ویاند و ویل: « دغه کتنه کې دواړو خواو د افغانستان په کرنیز سکټور کې د پانګونې فرصتونه و ارزول او دغه راز د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او وارداتو پر زیاتوالي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو خنډونه پر لمنځه وړلو خبرې شوې دي.»
بل لور ته د کرنې او مالدارۍ خونه وایي، د کرنیزو محصولاتو د زیاتوالي او اقتصادي ودې لپاره د کرنې په برخه کې د ایران او نورو هېوادونو پانګونه د پام وړ رول لوبولی شي.
د کرنې او مالدارۍ خونې لومړی مرستیال، میرویس حاجي زاده و ویل: « هر څومره چې د ایران له تجربې ګټه واخیستل شي، د افغانستان د بزګرانو لپاره ښه فرصت دی. موږ څنګه کولای شو د ځوانانو د کډوالۍ مخه ونیسو؟ کله چې افغانستان کې کاري زمینې اوسي، خلک د ایران له لارې ترکیې او نورو هېوادونو ته نه ځي. که دلته کار اوسي، خلک نورو هېوادونو ته نه ځي. خو له بده مرغه زموږ کرنه هم پخوانۍ ده او صنعت مو هم تر ډېره کمزوری دی.»
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پلاوي د تېرې دوشنبې پر ورځ ایران ته سفر وکړ او تر دې مخکې یې د دغه هېواد د کرنې او مالدارۍ وزارت له مرستیال سره د کرنې په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې وې.