Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مسوولین: اتو میاشتو کې ۶۵ زره کاري جوازونه وېشل شوي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د روان هجري - لمریز کال په لومړیو اتو میاشتو کې څه باندې ۶۵ زره کسانو ته د کار جوازونه وېشل شوي دي.

د دغه وزارت د ویاند په خبره، په له دې ډلې شاوخوا ۲نیم زره یې بهرنیان دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمع الله ابراهیمي: « د ۱۴۰۳ لمریز کال په لومړیو اتو میاشتو کې د هېواد اوسېدونکو او بهرنیانو ته څه باندې ۶۵ زره کاري جوازونه وېشل شوي دي. هغو برخو کې چې، ښځو ته اړتیا ده، ښځو ته هم د کار جوازونه وېشل شوي دي.»

له دې سره سم، د کابل اوسېدونکي له اسلامي امارت او خصوصي سکټوره د کاري زمینې د برابرولو غوښتنه لري.

احمد شعیب، چې د کابل پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو له پوهنځي فارغ شوی، وایي، د سلګونه نورو ځوانانو په څېر هیله من و چې، له فراغت وروسته په خپل مسلک کې کار وکړي، خو اوس مهال د خپلې څانګې خلاف په بله برخه کې په کار بوخت دی.  

احمد شعیب شهریار و ویل:« هیله مې لرله چې، خپله تحصیلي برخه کې کار وکړم، خو زمینه نه ده برابره شوې. هر ځای ته چې ځم وایي، چېرته کاري تجربه لرې؟ خو څوک فکر نه کوي چې که ځوانانو ته کار ور نکړل شي نو کاري تجربه به له کومه کوي.»

د اقتصادي چارو ځينې شنونکي وایي، د بې وزلۍ او بې روزګارۍ د کمولو لپاره اړینه ده چې اسلامي امارت پر سترو پروژو تمرکز وکړي او نړۍ له اسلامي امارت سره تعامل ته مخه کړي.

د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالغفار نظامي و ویل:« په تولیدي برخو او کارخونو کې پانګونې کولای شي د افغانستان اقتصاد فعال کړي. دغه چاره په کورنیو ناخالصو تولیداتو کې د عاید په زیاتوالي او د کورنیو د اقتصادي وضعیت په ښه کولو سره کولای شي بې وزلي را کمه کړي.»

د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالنصیر رښتیا و ویل: « حکومت دنده لري چې، د پانګونو د جلب لپاره زمینه برابره کړي. تر څو چې کار رامنځته نشي د بې کارۍ ستونزې نه حل کیږي.»

د اسلامي امارت چارواکو تل ټینګار کړی چې، د بې کارۍ کچې د کمولو لپاره د کانونو کېندنې، اوبو مدیریت، ښاري پراختیا، د سړکونو او لویو لارو جوړولو، د ځینو تولیدي کارخونو د فعالیت بیا پیلولو او پانګونو د جلب په برخو کې هڅې کوي.

د کابل اوسېدونکي له اسلامي امارت او خصوصي سکټوره د کاري زمینې د برابرولو غوښتنه لري

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه