هېواد کې له تېرو دوو اونیو راهیسې د یوه ډالر بیه ۴ افغانۍ لوړه شوې ده.
د کابل د شهزاده سرای د صرافانو په خبره، دمګړۍ د یوه امریکایي ډالر بیه له ۷۰ افغانیو او ۴۰ پولو سره برابره ده.
د ډالرو بیې له لوړېدو سره سم، د کابل اوسېدونکي د خوراکي توکو بیو له لوړوالي شکایت کوي.
د کابل اوسېدونکي، محمد اکبر و ویل: « د خوراکي توکو بیې شاوخوا له ۱۷۰۰ تر ۱۸۰۰ افغانیو ته لوړې شوې دي. څوک چې هره ورځ ۲۰۰ افغانۍ عاید لري، څنګه وکولای شي د کور کرایه، خوراکي توکي او د اوبو او برښنا بیلونه پرې کړي.»
د کابل بل اوسېدونکي، شېر محمد و ویل: « له اسلامي امارت غواړو چې د اوړو او غوړیو بیې ټيتې کړي، څو هټۍوال یې په لوړو بیو ونه پلوري.»
دا چې افغانستان د خوراکي توکو د تولید په برخه کې ځان بسیاینې ته نه دی رسېدلی او خپل د اړتیا وړ ډېری توکي له نورو هېوادونو واردوي، له همدې امله، د ډالرو په بیو کې بدلونونه د خوراکي توکو پر بیو مستقیم اغېز لري.
بلخوا، هټۍوال د خوراکي توکو د لوړې بیې لامل د ډالرو د بیې لوړېدل ګڼي او وایي، د ډالرو نوساناتو د دوی پر سوداګرۍ هم منفي اغېز کړی دی.
هټۍوال، ګل محمد و ویل: « ډالر لوړېږي او موږ نه پوهېږو چې لامل یې څه دی. موږ هتۍوال چې مثلاً یو پيپ غوړي پلورو او یوازې ۲۰ افغانۍ ګټه کوو، خو کله چې ډالر لوړېږی نو ښایي سل افغانۍ تاوان وکړو.»
د افغانستان بانک وایي، د افغانيو پر وړاندې د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول د ډالرو د ارزښت له لوړېدو مخنیوی کوي.
د افغانستان بانک ویاند، حسیب الله نوري و ویل: « د افغانستان مرکزي بانک هڅه کوي چې، د ډالرو بیه په سمه توګه مدیریت کړي او د افغانیو د ارزښت لوړېدو اجازه ورنکړي. افغانۍ دا مهال د سیمې هېوادونو د ارزښتمنو اسعارو په ډله کې دي.»
تېره ورځ د افغانستان بانک د هېواد د اسعارو بازار ته د ۱۶ میلیونه امریکایي ډالرو د وړاندې کېدو خبر ورکړی و.