د روزګان سیمه ییز مسوولین وایي، دغه ولایت کې د تثبیت شویو ۳۵ کانونو له ډلې د ډبرو یوولس کانونو د استخراج چارې روانې دي.
د دوی په خبره، د دغو کانونو تړونونه کورنیو شرکتونو ته ورکړل شوي چې، ځايي خلکو ته پکې کاري زمینې هم برابرې شوي دي.
روزګان له هغو ولایتونو دی چې، د منرالونو او ډبرو زیات کانونه لري.
د روزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس، اغا ولي قریشي و ویل: « روزګان کې تر دې مهاله د بېلابېلو منرالونو ۳۵ کانونه تثبیت شوي دي چې له دې ډلې د فلورایډو، مرمرو او بروکو ۱۱ کانونو قراردادونه کورنیو شرکتونو ته ورکړل شوي دي.»
د روزګان ځايي اوسېدونکي د سرپرست حکومت له مسوولینو غواړي چې له دغو کانونو ترلاسه کېدونکې عواید روزګان کې پر پراختیايي پروژو ولګوي.
د روزګان اوسېدونکي، عبدالباري و ویل: « د ښار په جوړولو او داسې نورو برخو کې دې دا پیسې ولګوي او دې ولایت کې کار وکړي مثلاً د پارکونو، سړکونو او کرنې په ښه د ښه والي په برخه کې کار وکړي. دا ولایت د سړکونو او زیانمنو سیمو بیارغونې ته اړتیا لري.»
د پوهنتون استاد، سید ولي صدیقي و ویل: « له یوې خوا به خلکو ته په پراخه کچه کاري زمینه برابره شي او له بلې خوا به هغه کانونه چې له پېړیو راهیسې همداسې پاتې دي، نو دا ورځ را ورسېدله چې موږ له خپلو کانونو د خپل هېواد لپاره کار واخلو.»
سیمهییز مسوولین دغه راز زیاتوي چې، ډېر ژر به په ګیزاب ولسوالۍ کې د فلورایډ ډبرې د دوو نورو کانونو د استخراج تړونونه د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري له ځینو ګټونکو کورنیو شرکتونو سره لاسلیک شي.