د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې، د روان لمریز کال په اتو میاشتو کې افغانستان د سیمې له هېوادونو سره، د ۸٫۳۶۳ مېلیارد ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه کړې ده.
د دغه وزارت ویاند وايي چې، له دې منځه یو مېلیارد او ۱۷۲ مېلیون ډالرو په ارزښت صادرات او د ۷ مېلیارد او ۱۹۱مېلیون ډالرو په ارزښت له نورو هېوادونو واردات دي.
د دغه وزارت ویاند ټینګار کوي چې په دې موده کې د افغانستان تر ټولو ډېر صادرات، پاکستان، هند، ایران، متحده عربي امارتو، ازبیکستان، قزاقستان، چین، ترکیې، عراق او تاجیکستان ته شوي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد په دې هکله زیاتوي:«د ۱۴۰۳ کال د اتو میاشتو په لړ کې د افغانستان سوداګري کابو ۸ مېلیارده او ۳۶۳ مېلیونه ډالره وو چې، له دې منځه یو مېلیارد او ۱۷۲ مېلیونه ډالره صادرات او د ۷ مېلیارده او ۱۹۱ مېلیونه ډالرو په ارزښت واردات دي.»
د سوداګرۍ او پانګونې خونه د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د پلور لپاره ښه بازار ګټي او ټینګار کوي چې، د هېواد د صادراتو د زیاتېدو لپاره اړتیا ده چې، نورې سوداګریزې او ټرانزيټي هوکړې وشي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي:«صادرات لرو؛ خو نورو هېوادونو ته کم دی. باید مسکو ته لار پیدا شي. هڅه کوو کهچېرې وکړای شو د مسکو بازار اسانه او نږدې کړو او د ټرانسپورټ او ترانزیټ مسایل چې، له درې یا څلورو هېوادونو تېرېږي، د څو اړخیزې هوکړې له لارې حل شي.»
بل خوا، د کرنې او مالدارۍ خونه پر دې باور ده چې، که په هېواد کې د کروندګرو ملاتړ وشي او سوداګرو ته نورو اسانتیاوې برابر شي، د هېواد کورني تولیدات به زیات شي او صادراتو ته به هم نورې زمینې برابرې شي.
د کرنې او مالدارۍ خونې لومړی مرستیال میرویس حاجيزاده وویل:«بهرنیو هېوادونو ته لکه هندوستان ته د چین پرتله ډېر صادرات ولرو. روسیه او قزاقستان ښه بازارونه لري. موږ د ازبیکستان له لارې صادرات ولرو؛ خو دغه لارې کله ناکله د فېزیکي زیانونو له امله له ستونزو سره مخ کېږي. صادرات باید له اوبیزو لارو وشي او له موټرو سره لازمه همغږي وشي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د روان کال په تېرو اتو میاشتو کې د افغانستان تر ټولو ډېر صادرات تازه او وچې مېوې، مالوچ، د انجې بوټی، سکاره او نور توکي دي او د افغانستان مهم واردات بیا نفتي مواد، اوړه، وریجې، د موټرو پرزې، ماشينونه، د کتان ټوکر، اوبلن ګاز او سمنټ دي.
په دې اړه مو اندونه