د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت امیرخان متقي د ټاپي پروژې د کار د ارزونې په موخه د افغانستان او ترکمنستان ګډې پولې ته تللی دی.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل ویلي چې ښاغلي متقي او د هغه ترکمن سیال د ټاپي پروژې د کار له بهیر لیدنه کړې او د ټاپي پروژې د کار د چټکتیا، د رېل پټلۍ د غځولو، برېښنا، ټرانسپورټي اسانتیاوو او د ویزې ورکولو د بهیر په تړاو خبرې اترې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال په دې هکله وايي:«دواړو لورو هوکړه وکړه چې، د ټاپي پروژې د چارو چټکتیا، د رېل پټلۍ د پراختیا، برېښنا، ټرانسپورټي اسانتیاوې او ویزې د ورکړې د بهیر ساده کول، د اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه به تخنیکي ډلې، په کابل او عشقاباد کې خپلو ناستو ته دوام ورکوي.»
دا په داسې حال کې ده چې، د افغانسان په خاوره کې، د ټاپي پروژې کار اوس اوس پیل شوی دی.
ورته مهال، ځينې کارپوهان د ټاپي پروژه، د سیمې یوه له مهمو پروژو ګڼي او پر ټاکلي وخت په افغانستان کې د دې پروژې پر بشپړېدو ټينګار کوي.
د اقتصادي چارو شنونکی محمد نبي افغان په دې هکله وايي:«افغانستان به، له اقتصادي پوله پانګونې ته چمتو شي او نړۍوالو ته به دا وښودل شي چې، موږ اوس دې ته جوګه یوو چې، دلته نړۍوالې پروژې عملي شي او زمینه برابره ده؛ خو د داسې غټو پروژو د ښه تطبیق یا د ده د ښه عملي کېدو لپاره یو څه اقدامات او یو لړ مراتب دي چې، موږ یې دننه په خپله یې مراعات کړو.»
د اقتصادي چارو بل شنونکي عبدالغفار نظامي هم وویل:«د حکومت لپاره په کار ده چې، د دې د عملي کولو لپاره، ټول هغه امکانات چې، په لاس کې لري هغه په کار واچوي. او اخوا بیا چې، څه ستونزې او خنډونه یې په مقابل کې رامنځته کېږي، د هغه لپاره په مدبرانه بڼه حل لارې ولتوي چې، ټول اړخونه یې په پام کې ونیولی شي او د دغې پروژې مخه ونهنیولی شي. هغه وخت چې، مشخص شوی دی، تر ټولو نه مهمه خبره همدا ده چې، د معیاد پر بنسټ پروژه تطبیق شي.»
دا په داسې حال کې ده چې، د ټاپي پروژې له لارې، د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او وروسته هند ته لېږدول کېږي.
د شمېرو له مخې، د ګازو دغه نللیکه هر کال د ترکمنستان ۳۳ مېلیارده مترمکعبه ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته لېږدوي.
په دې اړه مو اندونه