Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل - دوحې مستقيمو الوتنو په پيل سره د تګ راتګ لګښت کم شو

د کام اېر هوايي شرکت د کابل- دوحې او دوحې- کابل مستقیمې الوتنې پیل کړې.

د دغه شرکت مسوولینو په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې ویلي، تر دې وروسته به اونۍ کې د کابل او دوحې ترمنځ درې الوتنې کیږی چې، د دواړو خواو مسافرو ته به ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.

د کام اېر شرکت اجراییوي رییس، جاهد عظیمي و ویل: « هوکړه لیک لاسلیک شوه د دې پر بنسټ مو لومړۍ الوتنه پیل کړه. دا الوتنې د مسافرو او قطر کې کاریګرو افغانانو لپاره اسانتیاوې برابروي، تر دې وړاندې د دوی لپاره رسېدل ستونزمن و.»

له دې سره سم، د کابل – دوحې یو شمېر مسافر هم په مستقیم ډول د دغو الوتنو پیل د وخت له ضایع کېدو د مخینوي لپاره ګټور ګڼي. دوی وایي، پخوا به د دوبۍ له لارې دوحې ته تلل، چې د وخت ضایع کولو سربېره به د هرې لارې د ټکټ بیه له ۸۰۰ تر ۹۰۰ ډالرو پورې وه، خو اوس له کابل څخه دوحې ته د مستقیمو الوتنو پیلېدو ورته اسانتیا رامنځته کړې ده.

سوداګر، حاجي مظفر بابکرخیل و ویل: « مخکې ستونزې ډېرې وې، دوحې ته د تګ لپاره به یا دوبۍ او یا هم کویټ ته تللو، اوس خوشاله یو چې، زموږ وخت نه ضایع کیږي او په مستقیم ډول دوحې ته ځو.»

مسافر، شکرالله هلمندي و ویل: « تر دې وړاندې به بهرنیو شرکتونو سره د دوبۍ له لارې تللو چې ۹۰۰ ډالر ټکټ یې و. اوس خوشاله یو چې د افغانستان په الوتکو کې په ۴۲۵ ډالره ټکټ سره ځو.»

قطر ته تر رسېدو وروسته د دواړو هېوادونو د هوايي ډګرونو مسوولينو او د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت او په قطر کې د افغانستان د سفارت د چارواکو په ګډون د دغو الوتنو د پيل په اړه پروګرام جوړ شو. 

په قطر کې د اسلامي امارت سفارت سرپرست، محمد نعیم دغه پروګرام کې و ویل: « هیله من یو چې د سوداګرۍ په برخه کې به ګټور ګام وي. دا یو ستر پرمختګ دی او زموږ د خلکو لپاره یو ښه خبر دی.»

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د معلوماتو پر بنسټ، افغانستان دا مهال لسو ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ته مستقیمې الوتنې لري او قطر ته د مستقیمو او ټرانزیټي الوتنو په پیل سره به مسافرو ته هم ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه