د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، تر دې مهاله د افغانستان د سرو زرو دوه کانونه کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته په قرارداد ورکړل شوي دي.
د دغه وزارت ویاند همایون افغان وایي، یوازې د تخار د سرو زرو په کان کې ۳۵۰ میلیونه ډالره پانګونه شوې ده.
همایون افغان زیاته کړه: « د تخار د چاه اب ولسوالۍ د سرو زرو کان چې په سترې کچې سره په قرارداد ورکړل شوی، ۱۲ کیلومټره مربع پراخوالی لري، تېر کال د یوې ازادې داوطلبۍ له لارې یې یوه چینایي شرکت سره چې، افغان شریکان هم لري، د پنځو کلونو لپاره د استخراج او اکتشاف قرارداد وشو او اوس یې د برمه کارۍ چارې روانې دي.»
په ورته مهال د سوداګرۍ او پانګونې خونه د افغانستان د ګران بیه ډبرو په ځانګړې توګه د سرو زرو اهمیت ته په اشارې، د افغانستان د کورنیو عوایدو د زیاتوالي په برخه کې د سرو زرو د پروسس کارخونو پر جوړولو ټینګار کوي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند، جان آقا نوید و ویل: « موږ په دې باور یو هغه سوداګر چې د افغانستان د سرو زرو پېر ته لېواله دي، باید یې په مستقیم ډول د هېواد له دننه وپېري. ټول کاني توکي باید په افغانستان دننه پروسس او بیا نړۍوالو بازارونو ته وړاندې شي.»
ځینې کارپوهان بیا وایي، د کانونو په ځانګړې توګه د سرو زرو په برخه کې پانګونه د هېواد د اقتصادي ودې ترڅنګ د کاري زمینې په برابرولو کې هم ګټوره ده.
د اقتصادي چارو شنونکي، ذبیح الله اسلامي و ویل: « که کورني او بهرني سوداګر د افغانستان په کانونو کې پانګونه وکړي، کولای شي د بیکارۍ کمولو او اقتصادي پرمختګ لامل شي.»
تر دې وړاندې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي و چې، په هېواد کې د سرو زرو د اکتشاف، استخراج او پروسس په ګډون په ۲۱ لویو کانونو کې ۴۱۵ میلیارده افغانۍ پانګونه شوې ده.
په دې اړه مو اندونه