Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

قزاقستان د افغانستان د وسپنې پټلۍ پراختیا لپاره چمتووالی اعلان کړ

د قزاقستان د ټرانسپورټ وزارت مرستیال ماکسات کالیاقپاروف وایي، قزاقستاني شرکتونه هوډ لري چې، د افغانستان د وسپنې پټلۍ لپاره ریل ګاډي او د اړتیا وړ ځینې نور تجهیزات تامین کړي.

د قزاقستاني رسنیو د راپور لمخې، دا به د شمال - سویل د ټرانسپورټ نړۍوال کوریډور برخه وي او دغه پروژه کې به د افغانستان په لویدیځ کې هرات ته نږدې د وسپنې پټلۍ هم جوړه شي. 

هغه د "ټرانسپورټ او لوجسټیک بازار" د نړۍوالې غونډې په څنډه کې دغه راز زیاته کړې چې: «  یو قزاقستانی شرکت اوس هم افغانستان کې د وسپنې پټلۍ د ځینو برخو پر جوړولو کار کوي.»

کالیاقپاروف په خبره، قزاقستاني "انټګرا" شرکت تر دې وړاندې هم د افغانستان په مالي ملاتړ د افغانستان او ایران ترمنځ د وسپنې پټلۍ جوړه کړې ده.

قزاقستان د افغانستان د یو مهم سیمه ییز شریک په توګه هڅه کوي چې د وسپنې پټلۍ په شان په بېخ بنایي پروژو کې د پانګونې له لارې د افغانستان په اقتصادي پراختیا کې اغېزمن رول ولوبوي. 

د شمال - سویل د ټرانسپورټ نړۍوال کوریډور په چوکاټ کې دغه همکاري د دواړو هېوادونو لپاره ډېر سوداګريز او ټرانزيټي فرصتونه برابروي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه