د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د روان هجري- لمریز کال په لومړیو اتو میاشتو کې د څه باندې ۳۳ میلیونه ډالرو په ارزښت انار نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.
د دغه وزارت د ویاند په خبره، د افغانستان ډېری انار پاکستان، هند، تاجیکستان، ازبیکستان، ترکمنستان، قزاقستان او متحده عربي اماراتو ته صادر شوي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد و ویل: « د ۱۴۰۳ کال په اتو میاشتو کې د افغانستان د انارو صادرات ۶۳ زره ټنه وو، چې پولي ارزښت یې ۳۳.۳ میلیونه ډالرو ته رسیږي. او هند، پاکستان، تاجیکستان، ترکمنستان، عراق، متحده عربي اماراتو، قزاقستان او ازبیکستان ته صادر شوي دي.»
یو شمېر بڼوال چې د خپلو انارو د حاصلاتو د پلور لپاره د هېواد له بېلابېلو ولایتونو کابل ته راغلي، وایي که څه هم د روان لمریز کال په لړ کې یې د انارو حاصلات زیات شوي، خو د پلور بازار یې ښه نه دی.
فراه کې بڼوال، ضیاءالحق و وبل: « سږ کال مو حاصلات زیات وو; خو ستونزه مو همدا ده چې پلور نشته.»
بل بڼوال، محمد ظریف و ویل: « ۷۰ زره مو کرایه کیږي، ښاروالۍ د یو ټن ۳۰۰ افغانۍ اخلي، په لار کې اووه یا اته ترازو دي چې، ۷۰۰ یا ۸۰۰ افغانۍ هغوی اخلي او ۱۰۰۰ افغانۍ هم ټرانسپورټ راڅخه اخلي.»
بل خوا، سوداګر بیا وایي، له پاکستان سره د سوداګریزو ستونزو له امله، بهر ته د انارو صادرات کم شوي دي. دوی د اسلامي امارت له مسوولانو غواړي چې د انارو د صادراتو د زیاتولو لپاره بدیلې لارې رامنځته کړي او هوایي دهلېزونه فعال کړي.
سوداګر، محمد اغا سادات طلوعنیوز ته و ویل:" موږ اصلاً نشو کولای چې، خپل لګښتونه جوړ کړو. یوه لویه ستونزه د کلدارو کمه بیه ده چې، زر کلدارې ۲۴۰ افغانۍ دي او بله ستونزه دا ده چې، د یو کیلو ۷۶ کلدارې ټکس اخلي. موږ سږ کال صادرات نه لرل، صادرات مو صفر وو."
خو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالو او کروندګرو پر ملاتړ په ټينکار سره، په روان کال کې د انارو د حاصلاتو د زیاتېدو خبره کوي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند، مصباح الدین مستعین و ویل:« د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت تل هڅه کړې چې، د کرنیزو محصولاتو د تولید او راټولو په برخو کې اسانتیاوې رامنځته کړي او د دغو محصولاتو د پلور په برخه کې د بڼوالو ملاتړ وکړي.»
افغانستان یو کرنیز هېواد دی چې، له اتیا سلنې ډېر وګړي یې د کرکېله او بڼوالۍ له لارې د خپل ژوند اړتیاوې پوره کوي.
په دې اړه مو اندونه