Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اقتصادي معاونیت راپور؛ د زیربنایي پروژو تر پیله د افغانیو ارزښت ته اشاره

د رییس الوزرا اقتصاد معاونیت د افغانستان د اقتصادي وضعیت درې میاشتی راپو خپور کړی دی.

د ریاست الوزرا  اقتصادي معاونیت په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي، چې په دې موده کې د افغانستان په اقتصادي برخو کې بېلابېل پرمختګونه شوي دي.

د دغه راپور لمخې، په دې موده کې د ډالر پر وړاندې د افغاني ارزښت نه یوازې دا چې ثابت پاتې شوی، بلکې شاوخوا ۱۴.۵۰ سلنه لوړ شوی دی.

په همدې توګه، د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا د پروژې د عملي کار پیلېدل، د کابل – جلال اباد د دویم لین سړک د جوړوېدو د کار پیلېدل، د جوزجان د سمنټو د فابریکې او د فاریاب د طوطی میدان د ګازو د کان د تړون لاسلیک کېدل او د هېواد د اوبو د کنټرول لپاره د ۳۵۵ چېکډمونو جوړېدل د افغانستان په اقتصادي برخه کې شوي مهم پرمختګونه دي.

د اقتصادي وزارت ویاند، عبدالرحمن حبیب وايي: کولای شي چې د صنعت د ودې، د ټرانزیټ د پراختیا، د سمنټو د تولید او د انرژۍ په برخه کې ځان بسیاینې، د باران او واورو د اوبو زیرمه کولو او ځمکې لاندې اوبو تغذیې سره د کرنې سکټور ته پراختیا ورکړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه د بیخ بنایي پروژو پیلېدل د هېواد د اقتصادي وضعیت په ښه والي کې مهم بولي او ټینګار کوي چې اسلامي امارت باید د پانګونې د زیاتېدو لپاره نورې اسانتیاوې برابرې کړي. 

د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند، جان اقا نوید په دې اړه وايي: په ټوله کې زموږ وړاندیز دا دی چې په هېواد کې د بهرنیو هېوادونو پانګونې زیاتې شي او خپله افغانانو ته هم د لا زیاتې پانګونې زمینه برابره شي څو کارموندنه زیاته شي او د خلکو پر اقتصاد هم ښه اغېز وکړي. 
 
د اقتصادي چارو شنونکی، قطب الدین یعقوبي وايي: د اوبو بندونو، کارخونو او نورو په څېر لویې پروژې کولای شي د کارموندنې په برخه کې ډېرې ارزښتمنې تمامې شي او اقتصاد هم پیاوړی کړي. 
 
د اقتصادي معاونیت په درې میاشتني راپور کې چې د ټولیزو رسنیو له لارې د خلکو اخیستل شوي نظرونه هم پکې شامل دي، زیاته شوې، چې په دې موده کې د ۴۱۵ میلیارده افغانیو په لګښت د ۲۱ لویو کانونو د استخراج او اکتشاف چارې پیل شوې دي او د څه باندې ۹۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د کمپل جوړونې فابریکه چې په ورځ کې د زرو کمپلو د تولید ظرفیت لري او ۹۰۰ کسانو ته پکې د کاز زمینه برابره شوې، پرانېستل شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه