د ایران له لارې د چین د ریلي ترانزیتي لومړنۍ محموله افغانستان ته راورسېده.
د ټولګټو وزارت ویاند طلوع نیوز ته وايي، په دې محموله کې زر ټُنه د کویل وسپنه د ایران له ریلي لارې د هرات ولایت روزنک تم ځای ته لېږدول شوې ده.
د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حق شناس وايي: «د خواف-هرات د اورګاډي کرښې د کار له بشپړیدو سره به د افغانستان د اقتصاد لپاره نوي ظرفیتونه رامنځته شي او په سیمه کې به د سوداګرۍ او ټرانزیټ د پراختیا لپاره مناسب چاپیریال جوړ شي. د افغانستان اسلامي امارت د عامه ګټو وزارت هڅه کوي چې د اورګاډي کرښې د جوړولو له لارې د سوداګرۍ پراختیا، ترانزیت او د انتقالاتو زیاتېدو لپاره لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.»
بلخوا، د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي د وسپنې پټلۍ له لارو په مستقیمه توګه انتقالات د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو د پراختیا لپاره ګټور بولي او په دې برخه کې پر لا ډېرې پانګونې ټينګار کوي.
د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالنصیر رښتیا په دې اړه وايي: «له دې امله چې افغانستان یو له وچې محاط هېواد دی او ازادو اوبو ته لاسرسی نه لري، تل د سوداګرۍ په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ و. هر وخت چې افغانستان د نړیوالو اورګاډي شبکو سره وصل شي، د هېواد د سوداګرۍ په برخه کې به د پام وړ وده ووینو.»
عبدالشکور هډه وال، د اقتصادي چارو شنونکی، وايي: «د وسپنې پټلۍ لومړنۍ ګټه دا ده چې د یو هېواد بل هېواد ته ډېر مالونه انتقالېږي. دویمه دا چې د افغان سوداګرو لپاره د اورګاډي له لارې ترانزیت د هوايي او ځمکنیو لارو په پرتله ډېر ارزانه تمامیږي.»
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د افغانستان د سوداګریزو توکو یوه لویه محموله چې په ۵۵ واګونونو کې بار وه، له قزاقستان او ازبیکستانه په تېرېدو سره، له شلو ورځو وروسته په مستقیم ډول له چینه د افغانستان حیریتان بندر ته را ورسېده.
په دې اړه مو اندونه