د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د امو سیند د نفتو استخراج لپاره له چین څخه د اړتیا وړ ټوله ماشینري را رسېدلې ده.
د دغه وزارت ویاند همایون افغان زیاتوي چې، دمګړۍ په دغه سیمه کې د نفتي څاګانو د اکتشاف او له ځينو څاګانو د نفتو د استخراج بهیر دوام لري.
د نوموړي په خبره، افغانستان له دغې سیمې د استخراج شویو نفتو د پروسس وړتیا هم لري او د نفتو استخراج کې به د پام وړ زیاتوالی راشي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان و ویل: « چینایي شرکت افغانستان ته د دغې ماشینرۍ د راوړلو ژمنه کړې وه او اوس مهال ټوله ماشینري او د اړتیا وړ برمې سیمې ته رسېدلي او د څاګانو د کېندلو چارې دوام لري.»
د اقتصادي چارو ځينې شنونکي په هېواد کې د نفتو استخراج د کچې لوړېدل د نفتي توکو د تولید په برخه کې ګټور ګڼي.
د اقتصادي چارو شنونکي عبدالغفار نظامي و ویل: « د نفتو په استخراج سره په دې شرط چې، په هېواد دننه پروسس شي، بیا بازار ته وړاندې شي، کورنۍ اړتیاوې ترې پوره شي او د صادراتو زمینه هم برابره شي، نو دا به ډېر کم وخت کې د افغانستان اقتصادي پرمختګ ته لار هواره کړي.»
د اقتصادي چارو بل شنونکي میر شاکر یعقوبي هم و ویل: « که کورني شرکتونه په معیاري توګه د افغانستان د نفتو د استخراج وړتیا پیدا کړي نو نه یوازې د پانګونې د هڅونې لامل به شي بلکې، پر وارداتو تکیه به کمه شي او کولای شي هېواد کې د نفتو پر بیو مثبت اغېز وکړي.»
د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو لمخې، افغانستان پنځه نفتې حوزې لري او دا مهال یوازې د امو سیند له حوزې هره ورځ ۱۳۵۰ ټنه نفت استخراجېږي.
په دې اړه مو اندونه