Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې بانکي محدودیتونه راکم شوي دي

د افغانسان بانک وایي، په تېرو درېیو کلونو کې بانکي محدودیتونه کم شوي دي.

د دغه بانک ویاند طلوع‌نیوز ته وایي، دغه محدودیتونه له بانکونو او نړۍوالو مالي بنسټونو سره د پرلپسې غونډو او خبرو اترو په پایله کې لرې کړل شوي دي.

د افغانستان بانک ویاند، حسیب الله نوري وايي: په اونیز ډول دوی له خپلو حسابونو، هغه حسابونه چې په افغانیو پرانیستل شوي دي، په اونۍ کې ۱۵۰ زره افغانۍ او له ډالري اکونټونو په اونۍ کې ۲ زره ډالر را ایستلای شي. که چېرته غواړي چې په میاشت کې یو ځل له خپلو حسابونو پېسې واخلي. له افغاني اکونټه ۵ سوه زره او له ډالري اکونټه ۶ زره ډالر ایستلای شي. 

د افغانستان بانک ویاند دغه راز د هېواد د بانکوالۍ د سیسټم د عصري کولو لپاره د هڅو خبره کوي او زیاتوي چې اوسمهال په دولتي او خصوصي بانکونو کې د «اف پی» په نوم برېښنايي کارت فعال شوی او هېوادوال کولای شي د دغه کارت په کارولو سره له بېلابېلو خدمتونو ګټه واخلي.

ښاغلي نوري زیاته کړه: د برېښنايي بانکولۍ په برخه کې مو ډېر کار کړی دی. دا مهال د اف پی په نوم کارټ عملاً فعال دی او هېوادوال چې د کارټ ولري کولای شي له هر خصوصي بانکه د ای ټي اېم له لارې په همدغه کارټ پیسې واخلي. د دغه کارټ له لارې له یوه حسابه بل ته پیسې لیږلی شي، بېلانس معلومیږي او برق بېل او نور مالیات هم تاویل کولای شي. 

بلخوا، ځینې کارپوهان د نړۍ په کچه د عصري بانکوالۍ پراهمیت ټینګار کوي او پر عصري سیسټم د افغانستان د بانکوالۍ د دودیز سیسټم د بدلېدو په برخه کې د هېوادونو د همکارۍ غوښتنه کوي.

د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالغفار نظامي بیا وايي: هغو هېوادونو چې څه پرمختګ یې کړای دی او په نړۍوالو معیارونو یې برابر منظم پرېکټسونه جوړ کړي دي. هغه هېوادونه افغانستان ته را دعوت شي. د افغانستان د بانکونو کارکوونکو ته ورکشاپونه ونیول شي.  

سره له دې چې د بانکي محدودیتونه او د افغانستان د اسعارو زیرمې له تېرو درېیو کلونو راهیسې لا هم کنګل شوې پاتې دي، خو تر دې وړاندې په ملګرو ملتونو کې د چین ځانګړي استازي د امریکا له لوري د افغانستان د شتمنیو پر ازادېدو په ټینګار سره ویلي وو، چې د افغانستان پر وړاندې د نړۍ بانکي محدودیتونو د دغه هېواد د بانکوالۍ سیسټم اغېزمن کړی او افغانستان یې د نغدو پیسو له کړکېچ سره مخ کړی دی.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه