په هېواد کې د سړو خوو نشتوالی هغه ننګونه ده چې پر نورو زیانونو سربېره یې ډېر زیانونه کروندګرو ته رسېدلي دي.
هر کال د هېواد ګڼ کرنیز تولیدات د سړو خونو د نشتوالي له امله یا خوسا کېږي او یا هم په ټیټه بیه پلورل کېږي.
خو د صعنت او سوداګرۍ وزارت وایي چې په پام کې لري چې په هېواد کې ټولې نیمه کارې سړې خونې فعالې کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخند زاده عبدالسلام جواد په دې اړه وايي: د نیمګړو سړو خونو فعالول چې په ولایتونو کې ۱۴ سړې خونې دي، په دې تړاو بحثونه وشول چې څه ډول ورته سرچینې او ظرفیتونه برابرولای شو.
د کرنې او مالدارۍ خونې هم وایي چې دغه سړې خونې په لوګر، پروان، کاپیسا او میدان وردګو ولایتونو کې دي چې د بېلابېلو ظرفیتونو لرونکې دي او رغنیزې چارې یې یوازې پنځه سلنه مخکې تللي دي او د دغو سړو خونو په فعالېدو سره به د کرنیزو تولیداتو د ښه ساتنې زمینه برابره شي.
د کرنې او مالدارۍ خونې لومړی مرستیال، میرویس حاجي زاده هم وايي: کاپیسا او لوګر ولایتونو، میدان وردګ او زموږ ګردیز کې چې کومې سړې خونې وې، پخوا یې ۵ سلنې کار شوی دی او نور ځنډول شوی دی. په دې وروستیو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په دغه برخه کې ډېرې هلې ځلې وکړې او تېره ورځ هم پر دې جلسه وه چې په اوږدمهالي ډول دغه سړې خونې فعالې شي.
د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالشکور هډه وال وايي: د دغو سړو خونو پر مټ موږ کولای شو خوراکي توکي، سبزیجات موږ له یوه فصله بل ته وساتو.
تر دې وړاندې د چین د سفارت ډیپلوماټانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له معین سره په کتنه کې په تخار، کابل او بدخشان ولایتونو کې د افغانستان د تازه مېوې او سبزیجاتو د ساتنې لپاره د ۱۵۰۰ ټنه ظرفیت لرونکو درېیو لویو سړو خونو د جوړېدو غوښتنه کړې وه.
په دې اړه مو اندونه