Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کانونو وزارت له لوري د ۲۱۳ میلیارد افغانیو په ارزښت د ۹ کانونو تړونونه وشول

د کانونو او پټرولیم وزارت شمېرې ښیي چې د روان لمریز کال له پیل راهیسې کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته د ۲۱۳ ميليارده افغانیو په ارزښت  ۹ لوی تړونونه ورکړ شوي دي. 

 د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان وايي: «د ۱۴۰۳ کال له پیله تر اوسه ، د کانونو او پټرولیم وزارت د لویو کانونو په برخه کې ۹ تړونونه کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته سپارلي، چې د دغو پروژو د پانګونې ارزښت ۲۱۳ میلیارده افغانۍ دی.»

ښاغلی افغان دغه راز ټینګار کوي چې د ۱۴۰۳ لمریز کال له پیلېدو راهیسې د یو اعشاریه اته میلیارده افغانیو په ارزښت د ۱۸ کوچنیو کانونو د استخراج قراردادونه کورنیو شرکتونو ته هم ورکړل شوي دي.

هغه زیاتوي: «شاوخوا ۱۸ د کوچنیو کانونو تړونونه کورنیو شرکتونو ته سپارل شوي، چې د دې کوچنیو پروژو د پانګونې ارزښت ۱.۸ میلیارده افغانۍ دی.»

یو شمېر شنونکي د هېواد د کانونو استخراج، اکتشاف او پروسس د افغانستان د اقتصاد په وده کې ګټور بولي او کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د لا زیاتو اسانتیاوو په برابرېدو ټینګار کوي.

د اقتصادي چارو شنونکی، اسماعیل ځدراڼ په دې اړه وايي: « یو هېواد چې په پښو درېږي د اقتصاد له پلوه په پښو درېږي. د کوم هېواد اقتصاد چې ښه شو، هغه هېواد پرمختګ کوي. دلته د افغانستان کانونه چې دي، د افغانستان لپاره ډېر ګټور او اغېزناک دي، خو باید دلته د هېواد دننه استخراج او پروسس شي. 

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د کانونو او پټرولیم وزارت د افغانستان د کانونو د سکټور په برخه کې  پانګونې ته د چین، ایران، ترکیې، قطر، ترکمنستان، ازبیکستان، قزاقستان، هند او روسیې په ګډون د بېلابېلو هېوادونو د پانګوالو د لېوالتیا خبر ورکړی و.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه