Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندهار کې د درې میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د تولیدي کارخونې پرانیسته

په کندهار کې د درې میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت د چرګانو دانې یوه تولیدي کارخونه پرانېستل شوه.

د کندهار ښوراندام صنعتي ښارګوټي کې د درې میلیونه امریکايي ډالرو پانګونې سره د چرګانو دانې تولیدي کارخونه او د ۴۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د غوړیو یوې بلې تولیدي کارخونې په فعالیت پیل وکړ.

د صنایعو او کانونو خونې رییس ددغو کارخونو پرانیستي پرمهال وايي، تر دې وړاندې به په کلني ډول د یو میلیارد امریکايي ډالرو په ارزښت د چرګانو دانه او غوښه له بهره واردېدله؛ خو د سږکال ترپایه به یې ځای کورني تولیدات ونیسي.

د صنایعو او کانونو خونې رییس، شېرباز کمين زاده په دې اړه وايي: “د حيواني دانې او چرګ غوښي له اړخه افغانستان پر ځان بسيا شوی دی، موږ وړاندي د يو مېليون ډالرو په ارزښت واردات لرل، چې سږ کال به دغه چاره صفر شي”.

د چرګانو دانې د یوې توليدي کارخونې مسوول، محمد سليم کريمي هم وايي: “دغه کارخونه د درې میلیونه ډالرو په ارزښت د يونيم کال په ترڅ کې جوړه شوې ده او د يو ساعت په ترڅ کې ۲۵ ټنه توليد لرو د دانې”.

په دغو کارخونو کې لسګونو کسانو ته د کار زمينه هم برابره شوې ده.

دوی له پانګه والو غواړي چې په هېواد دننه دغه راز پانګونې وکړي.

کندهار کې کارګر، محمد عاشق په دې اړه وايي: “دا ډول پانګوني ډيري مهمي دي، که پانګوني زياتی شي، نو له بهر ته به د ځوانانو تګ هم کم شي”.

یو بل کارګر، مطيع الله هم وايي: “له اقتصادی لحاظه دا ډول پانګوني د هېواد او بيا په ځانګړي ډول د کندهار لپاره ځکه مهمي دي، چې کاري فرصتونه ايجادوي او خلک له بېکارۍ او فقر څخه ژغوري”.

محمد نعيم چې هم یو کارګر دی وايي: “دلته چې ماته د کار زمينه برابره شوې ده، خوښ يم”.

د کندهار د صنایعو او کانونو خونې مسوولینو د معلوماتو پر بنسټ په دغه ولایت کې د درملو، خوړو، ودانیزو توکو او ټوکر تولیدولو کارخونو جوړولو چارې روانې دي، چې تر راتلونکو دوو کلونو پورې به یې چارې بشپړې شي.

د کندهار د صنایعو او کانونو خونې مسوولینو د معلوماتو پر بنسټ په دغه ولایت کې د درملو، خوړو، ودانیزو توکو او ټوکر تولیدولو کارخونو جوړولو چارې روانې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه