Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اقتصاد وزارت د کابل - مسکو د ګډې کاري ډلې د جوړېدو هرکلی کړی

اقتصاد وزارت د روسیې له لوري د کابل - مسکو د ګډې کاري ډلې د جوړېدو هرکلی کوي او دغه اقدام د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په برخه کې ګټور یادوي.

تر دې مخکې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي و چې، دغه ډله به د اقتصادي همکاریو په برخه کې د دولتونو تر منځ د کمیسیون ځای ناستې وي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبداللطیف نظري و ویل: « د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت د افغانستان او روسیې ترمنځ د ګډې دوه اړخیزې کاري ډلې د جوړېدو هرکلی کوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په برخه کې ګټوره ګڼي.»

د دې کاري ډلې جوړېدل به د اقتصادي همکاریو سربېره، د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو سیاسي اړیکو د پراختیا په برخه کې څه رول ولوبوي؟

د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالنصیر رښتیا په دې اړه و ویل: « دغه ډله پر دوو برخو تمرکز لري؛ لومړی د ټرانزیټ موضوع ده، ځکه افغانستان له جیوپولیټیک اړخه داسې موقعیت لري چې، د یوې څلورلارې په څېر دی او کولای شي مرکزي اسیا له سویلي اسیا سره و نښلوي. بله موضوع ګډې پانګونې دي، روسان هم د افغانستان په زېربناو کې پانګونې ته لېواله دي.»

د سیاسي چارو شنونکي، سید عبادالله صادق و ویل: « افغانستان سره د روسیې سیاسي اړیکي اوس مهال د افغانستان او روسیې دواړو لپاره مهمې دي.»

د روسیې پارلمان هم د اکټوبر پر ۲۷مه یو قانون تصویب کړ چې، د دغه هېواد سترې محکمې ته اجازه ورکوي څو د مسکو په تور نوملړ کې پر شته ډلو بندیزونه وځنډوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه