Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان د چرګانو په سکتور کې له یو مېلیارد ډالرو زیاته پانګونه شوې

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت خبر کوي چې، د خصوصي سکټور له خوا په افغانستان کې د چرګانو په سکټور کې له یو مېلیارد ډالرو زیاته پانګونه شوې ده.

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح‌الدین مستعین وايي چې، اوس په ټول افغانستان کې د چرګانو څه باندې ۱۵ زره فارمونه موجود دي.

ښاغلي مستعین په دې هکله وویل:«تراوسه په هېواد کې د چرګانو کابو ۱۵ زره فارمونه فعال دي چې، څه باندې یو مېلیارد ډالره ارزښت لري. دا فارمونه د چرګانو د سکټور د ځان بسیاینې او پراختیا په برخه کې فعالیت کوي.»

ورته مهال، ځينې فارم لرونکي، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د لاډېرو اسانتیاوو د برابرولو غوښتونکي دي.

د فارم مسوول حکیم جان ابراهیم‌خېل په دې هکله وویل:«فارمونه په سنتي او پخوانۍ بڼه دي او ۱۵ زره چرګان لرو چې، د ورخې ۱۲ زره هګۍ تولیدوو. موږ د ملاتړ غوښتنه لرو؛ ځکه اوس له ګاونډیو هېوادونو بې کیفیته هګۍ واردېږي، هغو فارم لرونکو ته چې، هګۍ لرونکي چرګان لري، زیان رسولی دی. زموږ هیله دا ده چې، دغه لارې بندې کړي.»

د چرګانو د دغه فارم مسوول له اسلامي امارته غواړي چې، د دوی د کاروبار د ودې لپاره باید له نورو هېوادونو د چرګانو د هګیو له وارداتو مخنیوی وکړي.

فارم لرونکی فریدون څرګندوي:«کابو شپږ یا اووه کاله کېږي چې، دلته کار کوم. دلته زموږ کور دی، زما کډه همدلته ده او شکر زما پرده کېږي.»

د کرنې او مالدارۍ خونه هم پر دې اند ده که‌چېرې په هېواد کې د چرګانو له فارمونو ملاتړ وشي؛ نو لرې نه‌ده چې، افغانستان به هم له دې اړخه پر ځان بسیا شي.

د کرنې او مالدارۍ خونې رییس میرویس حاجي‌زاده وايي:«که‌چېرې نورو سوداګرو ته په اوږدمهاله بڼه او د ډېرې ځمکې د وېشل زمینه برابره شي، هغوی هم حاضر او چمتو دي چې، د چرګانو د سکټور په برخه کې پانګونه وکړي، په ځانګړې توګه د بلیدر چرګانو په برخه کې فعالیت وکړي.» 

په افغانستان کې د چرګانو فارمونه د چرګانو د غوښې او هګیو مهمې سرچینې دي او په دې وروستیو کې د چارو په پراختیا سره یې لا هم فارم لرونکي له ستونزو سره مخ دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه