د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، د ۱۴۰۲ لمریز کال راپدېخوا یې له دې حوزې د څه باندې پنځه میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت ۹۸۰۰ ټنه وچه مېوه په ځانګړې توګه کيشته چین ته صادره کړې ده.
د دغې خونې د مسوولینو په خبره، د سلفر په نوم له کیمیاوي مادې زیاتې کارونې له امله د کیشتې سږني صادرات کم شوي دي.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني خونې مرستيال، عبدالباقي بینا و ویل: « د ځينو لاملونو له امله تېر کال ۸۴۰۰ ټنه و متاسفانه سږ کال زموږ صادرات ۱۴۰۰ ټنو ته رسېږي، چې د سلفرو د کارونې له امله زموږ صادرات کم شوي دي.»
کندهار کې سوداګر، صالح محمد الکوزي و ویل: « موږ د بسته بندۍ په برخه کې هر راز مرسته کولای شو، خو د کرنې وزارت دې د کروندګرو له لوري د سلفر کارونې مخه ونيسي، کنه زيان به یې خپله کروندګر وويني.»
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولين هم وایي، دې ولایت کې یې په طبيعي ډول د مېوې وچولو په برخه کې د بڼوالو د وړتیاو لوړولو لپاره پروګرامونه پیل کړي دي.
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنيزو چارو متخصص، ايمل حکيمي و ویل: « ځینې بزګران د کيشتې د رنګ لپاره له سلفر کار اخلي چې، له امله یې سږ کال زموږ ځينې سوداګريز مالونه هم بهر کې مسترد شوي دي، خو موږ به یې د مخنیوي لپاره ګامونه اخلو.»
کندهار کې مېشت يو چينايي سوداګر طلوعنیوز ته وایي، تر دې وروسته باید په سويلي حوزه کې د وچې مېوې د پروسس دوديزو طریقو پر ځای له عصري ټکنالوژۍ ګټنه وشي.
کندهار کې مېشت چينایي سوداګر، محمد عمر عمري و ویل: « چين کې د خوړو معيار ډېره جدي مسله ده، چين ته ورتلونکي خواړه، مېوه او هر څه په ګمرکونو او نورو اړوندو ادارو کې څارل کېږي. دلته افغانستان کې وچېدونکې کيشته په ډېره پخوانۍ طريقه پروسس کېږي، خو ما په دې اړه د صنعت او سوداګرۍ وزارت سره خبرې کړې دي چې، دا چاره د ماشينونو په مرسته ترسره شي.»
له کندهار او زابل ولایتونو په زياته کچه کیشته چين ته استول کېږي او د افغانستان پر سوداګريزو توکو د تعرفې ټيټوالي افغان سوداګر له دغه هېواد سره د سوداګرۍ زياتوالي ته لا زیات هیله من کړي دي.
په دې اړه مو اندونه