Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سوداګرو او صنعت ګرو لپاره د اسلامي امارت ځانګړي امتیازونه

د رييس الوزراء اقتصادي مرستیال په افغانستان کې پانګونو ته د بلنې په پروګرام کې وویل، اسلامي امارت هېواد ته راستنېدونکو او راتلونکو صنعتکارانو او سوداګرو ته ځانګړي امتیازات په پام کې نیولي دي.

هغه زیاته کړه چې اسلامي امارت په هېواد کې د اقتصادي ودې، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو، له خصوصي سکټوره د ملاتړ، د سوداګرۍ او ترانزیت د اسانتیاوو په موخه اغېزناک اقدامات کړي دي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر په دې اړه وايي: « په نوې صنعتي برخه کې پانګونه کوي، پر نورو امتیازونو سربېره، د کارکوونکو له مالیې پرته له نورو مالیاتو د پنځو کلونو لپاره معاف وي.»

د اقتصاد وزارت سرپرست، دین محمد حنیف په دې اړه وايي: «راځئ چې موږ او تاسې همت وکړو او له هغو امکاناتو چې خدای موږ ته راکړي په اعظمي توګه کار واخلو، افغانستان به د دې خلکو په ځواک سره وغوړېږي.»

په همدې حال کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په هېواد کې د پانګونې فرصتونو ته په پام سره له سوداګرو او صنعتکارانو غواړي چې د خپلو اړتیاوو پر بنسټ په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

نورالدین عزیزي زیاتوي، چې د اسلامي امارت د رهبرۍ د فرمان له مخې د صنعتي پارکونو د جوړولو لپاره ۱۶۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې، چې په نږدې راتلونکي کې به یې د وېش چارې پیل شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، وايي: «ژمنه یې کړې چې که موږ د سوداګرۍ، صنعت یا کرنې په برخو کې پر ځان بسیا شو، نو مالیې بښو.»

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست، عبداللطیف منصور هم وايي: «هغه کاغذپراني هم لمنځه تللې ده، نو چې دا ټول فساد لمنځه تللی، نو کورني پانګوال ولې خپله پانګونه بهر لګوي.»

 خصوصي سکټور هم له اسلامي امارت سره د همکاریو پر دوام د ټینګار ترڅنګ د سوداګریزو او صنعتي ستونزو د حل په موخه خپل ځینې وړاندیزونه وړاندې کړل.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی، خان جان الکوزی وايي: «یو کمېسیون یا داسې یوه شعبه جوړه شي چې هغه ستونزې چې هر سکټور یې لري، د سوداګرۍ وزارت د وزیر په اداره کې چې موږ یې په کتبي یا رسمي بڼه هغوی ته ژر تر ژره ورسوو.»

د دغه پروګرام په پای کې د کانونو او پټرولیم، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، صنعت او سوداګرۍ، اوبو او انرژۍ وزارتونو او برېښنا شرکت د خپلو پلانونو په وړاندې کولو سره د کانونو د را ایستلو، د کرنې د میکانیزه کېدو، د برېښنا د تولید او هېواد د اوبو د مدیریت په برخو کې د پانګونې غوښتنه وکړه.

اسلامي امارت په هېواد کې د اقتصادي ودې، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو، له خصوصي سکټوره د ملاتړ، د سوداګرۍ او ترانزیت د اسانتیاوو په موخه اغېزناک اقدامات کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه