د ایران د سوداګرۍ وزیر د دغه هېواد له یوې رسنۍ سره خبرو کې ویلي، ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان او ایران تر منځ د سوداګرۍ په کچه کې ۸۴ سلنې زیاتوالی راغلی و.
حسين روستایي زياته کړې چې، دغه موده کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ٣ ميليارده او ١٩٧ ميليونه ډالرو په ارزښت سوداګري شوې او ايران ته د افغانستان د صادراتو ارزښت ۵۴ ميليونه ډالرو ته رسیږي.
ځینې سوداګر وايي، له پاکستان سره سوداګریزې ستونزې د دې لامل شوي چې، ډېری سوداګر له ایران سره سوداګرۍ ته مخه کړي. دوی له مسوولینو غواړي چې، د هېواد د صادراتو د زیاتوالي په موخه دې نورې اسانتیاوې هم ورته برابرې کړي.
سوداګر، امید حیدري و ویل: « له پاکستانه د وارداتو او ټرانزیټ په برخه کې د ستونزو له امله زموږ سوداګرو او پانګوالو ایران او ځینو نورو هېوادونو ته مخه کړې او دا له ایران سره زموږ د سوداګرۍ د زیاتوالي لامل شوی دی. اړتیا ده چې، موږ د صادراتو او وارداتو لپاره ډېرې زمینې برابرې کړو.»
بل سوداګر، عزم الدین خنجاني و ویل: « ایران لږ ټکس لوړ رامنځته کړی چې که هغه لیرې شي او اسانتیاوې ډېرې شي، د افغانستان پر صادراتو به اغېز وکړي. بندرونه کې ډېرې ستونزې وي؛ خو الحمدالله دې وروستیو کې مو ایران ته صادرات زیات شوي دي.»
نفتي مواد، ګاز، هګۍ، هایدر، سپک او درانه هایډروکاربونونه، کچالو، رومي، وچې شیدې او کرنیز ټراکټورونه افغانستان ته د ایران تر ټولو مهم صادراتي توکي دي. دغه راز کاني ډبرې، اوسپنیز محصولات، پنبه، وچه مېوه، د زغرو تخمونه او بېلابېل حبوبات په ۲۰۲۴ کال کې ایران ته د افغانستان له مهمو وارداتي توکو دي.
په دې اړه مو اندونه