Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پنجشېر کې د وسپنې کان د استخراج چارې پيلیږي

د پنجشېر سیمه‌ییز مسوولین وایي، نږدې راتلونکې کې به دغه ولایت کې د وسپنې د یوه کان د استخراج چارې پیل شي. 

د دغه ولایت د پریان ولسوالۍ د وسپنې کان چې، په درې کیلومټره ساحه کې تثبیت شوی د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري په قرارداد ورکړل شوی دی.

د پنجشېر والي محمد اغا حکیم و ویل: « د پنجشېر ولایت د وسپنې کان چې ډېر لوی دی، ډېرې سترې ذخیرې پکې کشف شوې دي. دغه راز د سرو زر او جسټو  کانونه هم پکې تثبیت شوي دي. تېر کال دغه کان داوطلبۍ ته وړاندې شو او ګډونوال یې د لیدلو لپاره واستول شول.»

د پنجشېر ځینې اوسېدونکي وايي، په کانونو کې کار د دغه ولایت د اوسېدونکو د عاید سرچینه ده او د وسپنې کان استخراج عملي چارو پیل سره به د دې ولایت ځوانانو ته کاري زمینه برابره شي.

د پنجشېر اوسېدونکي، سبحان الله و ویل: « پنجشېر کې ډېر کانونه شته. که کار پرې وشي نو ډېر خلک به دغو پروژو کې په کار بوخت شي.»

د پنجشېر بل اوسېدونکي، سید جمال الدین و ویل: « دغې پروژې ته باید لومړیتوب ورکړل شي، او د سیمې خلک دې هم پکې ونیول شي. هغه خلک چې له بهره راځي هم باید دغو پروژو کې برخه ولري.»

د پنجشېر د سیمه‌ییزو مسوولینو په خبره، د پریان ولسوالۍ د وسپنې کان تر استخراج وروسته به دغه ولایت کې دننه د پروسس او بسته بندۍ چارې ترسره شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه