Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د روان کال په نهو میاشتو کې له ۴۲ زره کیلوګرامه زیات زعفران صادر شوي دي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د روان هجري - لمریز کال په لومړیو نهو میاشتو کې د څه باندې ۲۹ میلیونه ډالرو په ارزښت ۴۲ زره او ۲۰۰ کیلو ګرامه زعفران نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.

د دغه وزارت ویاند زیاتوي چې، ډېری دغه زعفران هند، اسپانیا، سعودي عربستان، امریکا، فرانسې او متحده عربي اماراتو ته صادر شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد و ویل: « د ۱۴۰۳ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې افغانستان د شاوخوا ۲۹ میلیونه او ۵۸۸ زره ډالرو په ارزښت ۴۲ زره او ۲۰۰ کیلوګرامه زعفران هند، اسپانیا، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، فرانسې، اسټرالیا، ترکیې او نورو هېوادونو ته صادر کړي دي.»

زعفران چې د افغانستان له ارزښتناکو کرنیزو محصولاتو ګڼل کیږي، نړۍ کې ځانګړی شهرت لري.
 
 د زعفران ځينې صادروونکي د معیاري بازارونو نشتوالی، د هوایي دهلیزونو نه فعالېدل، او بانکي بندیزونه د زعفرانو د صادراتو پر وړاندې سترې ستونزې ګڼي.  

د افغانستان د زعفرانو ټولنې مرستیال، قدرت الله رحمتي و ویل: « له اسلامي امارت غواړو چې دغه برخه کې چټک ګامونه پورته کړي څو وکولای شو زعفران په ښه او چټکه توګه نړۍوالو بازارونو ته وړاندې کړو.»

د زعفران صادروونکې، سمیه صدیقي وایي: « زموږ اصلي ننګونې بانکي مسایل، د الوتنو بندیزونه او د ویزو ستونزې دي، په ځانګړې توګه هند چې د افغانستان د زعفرانو ستر پېرودونکی دی.»

ورته مهال د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د زعفرانو د پلور لپاره د معیاري بازارونو پر برابرولو ټینګار کوي او وایي، روان کال د زعفرانو حاصلات زیات شوي دي. 

د دغه وزارت ویاند وايي، روان لمریز کال کې له ۹۵۰۰ هکټاره ځمکې ۴۰ مټریک ټنه زعفران ترلاسه شوي دي.  

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند، مصباح الدین مستعین و ویل: « د زعفرانو کښت ۳۰ ولایتونو ته پراخ شوی دی او دا محصول د کوکنارو د بدیل په توګه وړاندیز شوی دی.»

زعفران د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کوکنارو د کښت د بدیل بوټي په توګه معرفي شوي، او د ځینو کارپوهانو په باور که په هېواد کې د زعفرانو د کروندګرو ملاتړ وشي، افغانستان کولای شي د نړۍوالو بازارونو له لارې له زعفرانو ښه عاید ترلاسه کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه