Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هرات - خواف د وسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او وارداتو زیاتوالی

د هرات ځايي چارواکي د هرات - خواف د وسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او وارداتو د پام وړ زیاتوالي خبر ورکوي.

د شمېرو پر بنسټ، په تېره یوه میاشت کې، له دغې لارې د افغانستان او ایران ترمنځ د څه باندې ۱۰ زره ټنه توکو واردات او صادرات شوي دي.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس احمدالله متقي وايي:«د هرات - خواف وسپنې پټلۍ مهمې پروژې لومړی فاز بشپړ شوی او په مرغومې میاشت کې، له دغې لارې څه باندې ۱۰ زره ټنه توکي لېږدول شوي دي.»

د هرات - خواف وسپنۍ پټلۍ له لارې د افغانستان، ایران او د سیمې ځینو نورو هېوادونو ترمنځ د توکو لېږد د سوداګرۍ د ودې په برخه کې مهم ګڼل کېږي.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د وسپنۍ دغې پټلۍ لارې په وسيله د سوداګریزو توکو لېږد د واټ ترانزیت په پرتله ارزانه دی.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجراییوي امر محمد یوسف امین وايي:«د وسپنې پټلۍ د استفادې لپاره د سوداګرو او پانګوالو غوښتنه زښته زیاته ده. هغوی د سړک ټرانسپورټ پرتله د وسپنې پټلۍ بیې د کموالي غوښتونکي دي. په سوداګرۍ کې ترجیح ورکول کېږي چې، توکي په کمه بیه له یوه ځایه بل ځای ته ولېږدول شي چې، مصرف کوونکي ته په مناسبه بیه عرضه شي.»

د سیمه‌ییزو مسوولینو په خبره د هرات - خواف وسپنۍ پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ترڅنګ په راتلونکي پسرلي کې به د ایران او افغانستان ترمنځ د مسافرو تګ راتګ هم پیل شي.

د هرات - خواف وسپنې لارې د روزنک تم ځای د پروګرامونو مسوول محمد اکبر کارګر وویل:«په ۱۴۰۴هجري لمریز کال کې، د هرات - خواف وسپنې پټلۍ له لارې به د مسافر وړونکو اورګاډي هم پيلېږي.»

د اقتصادي چارو د شنونکو په خبره د وسپنۍ پټلۍ له لارې د سیمې هېوادونو سره د نښلېدو له امله به افغانستان په کلني ډول زیاته ګټه ترلاسه کړي.

د اقتصادي مسایلو کارپوه عزیزالله صامت وویل:«موږ هېڅ لار نه‌لرو له دې پرته چې، د رېلي کرښو پر پراختیا ډېر تمرکز ولرو. د افغانستان یو له ګټو، د هغه ټرانزیټي موقعیت دی. له بده مرغه تراوسه له دغه فرصته په سمه توګه استفاده نه‌ده شوې؛ خو اوس چې، شرایط برابر شوي، باید له هغې مطلوبه استفاده وشي.»

د هرات - خواف وسپنې پټلۍ افغانستان د ایران له لارې د ترکیې او اروپا له بازارونو سره نښلوي. د وسپنې دغه پټلۍ د هرات صنعتي ښارګوټي ته رسېږي چې، د جوړولو چارې یې روانې دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه