Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یونیسف: افغانستان کې د خوړو نه خوندیتوب کچه لوړیږي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په افغانستان کې د خوړو نه خوندیتوب د کچې له لوړېدو خبر ورکړی دی.

یونیسف زیاته کړې، سره له دې چې، په ۲۰۲۴ کال کې د خوړو خوندیتوب یو څه ښه و؛ خو لا هم د افغانستان ۳۲ سلنې خلک بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. 

د یونیسف په راپور کې راغلي: « په داسې حال کې چې په ۲۰۲۴ کال کې د خوړو خوندیتوب لږ ښه شوی، خو اټکل کیږي چې ۱۴.۸ میلیونه کسان (د افغانستان د نفوس ۳۲ سلنې) به د ژمي په میاشتو کې د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ شي او ۲۰۲۴ کال له نومبر تر مارچ ۲۰۲۵پورې به بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا ولري. د خوړو د نه خوندیتوب ګواښ به احتمالاً زیات شي، ځکه اټکل شوی چې د ۲۰۲۴ له ډسمبر تر فبروري به ال‌نینا ته نږدې شرایط رامنځته شي.»

یونیسف د اوږد مهالو جګړو اغېزې، له پاکستانه د کډوالو را ایستل، اقلیمي بدلونونه او اقتصادي ځوړ افغانستان کې د خوړو نه خوندیتوب اصلي لاملونه یاد کړي دي.

اقتصادي کارپوهان ټينګار کوي چې د افغانستان کې دې د بې وزلۍ کچې د کمولو لپاره لنډمهالي او اوږدمهالي پروګرامونه په لاره واچول شي. 

د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالظهور مدبر و ویل: « د بې وزلۍ لمنځه وړلو لپاره موږ باید دوه پروګرامونه ولرو؛ لنډمهالي، چې د خلکو د پېر ځواک د لوړولو له لارې د نغدي مرستو او بشري مرستو چمتو کول پکې شامل دي، او اوږدمهالي، چې د بنسټیزو پروژو پراختیا او د ملي او نړۍوالو پروژو پلي کول پکې شامل دي.»

بل‌خوا،  د کابل اوسېدونکي چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، د کاري زمینو غوښتنه کوي، څو د خپلې کورنۍ خوراکي اړتیاوې پوره کړي.

د کابل اوسیدونکی، نسیم وايي: «همدا اوس لس افغانۍ هم نه لرم چې کور ته سودا یوسم.»

د کابل بل اوسیدونکي، برات و ویل: «که کار وي، موږ کار کوو، تر څو د خپلې کورنۍ نفقه پیدا کړو.»
  
خو اقتصاد وزارت د نړۍوالو بشري مرستو پر دوام په ټينګار سره زیاتوي چې اسلامي امارت د خوړو نه خوندیتوب کچې د ټیټولو او د بې وزلۍ لمنځه وړلو لپاره بنسټیزو پروژو ته مخه کړې ده. 

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبداللطیف نظري و ویل: «اسلامي امارت د خوړ نه خوندیتوب او بې وزلۍ لمنځه وړلو لپاره اساسي او بنسټیز اقدامات کوي. له همدې امله، د طبیعي زېرمو، په ځانګړي ډول د کانونو د استخراج او د ټاپي په ګډون د سیمه‌ییزو پروژو تطبیق ته لومړیتوب ورکوي. همداراز، له نړۍوالې ټولنې غواړو چې د افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکړي.»

د راپور لمخې، افغانستان لپاره د یونیسف بشري پروګرام د ۲۰۲۴ کال لپاره د ۱.۴۴ میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه او د کال تر پایه یې یوازې ۵۶ سلنې دغه مرسته ترلاسه کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه