افغانستان لپاره د امریکا د بیارغونې ځانګړې پلټونکې ادارې (سیګر) د دغه هېواد کانګرس ته د امریکا پر بهرنیو مرستو د درې میاشتني بندیز په تړاو د ډانلډ ټرمپ د پرېکړې او په سویس کې له اماني صندوقه امریکا ته د افغانستان د نږدې ۴ میلیارده ډالرو د احتمالي ګرځولو په تړاو راپور ورکړی دی.
په دغه راپور کې راغلي چې په بشري مرستو کې د اسلامي امارت لاسوهنې او مرستندویه بنسټونو کې د ښځو پر کار بندیز د افغانستان اقتصادي ناورین لاپسې ژور کړی دی.
سیګر ویلي، ښایي امریکا وغواړي، چې د افغانستان نږدې ۴ میلیارده ډالرې شتمنۍ چې په سویس کې د افغانستان په اماني صندوق کې ده، و ارزوي.
خو د اسلامي امارت اقتصاد وزارت د سیګر د دغه راپور په ردولو سره له امریکا غواړي چې، د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ بېرته د افغانستان بانک ته وسپاري.
د اقتصاد وزارت ویاند، عبدالرحمن حبیب و ویل: «د اقتصادي بندیزونو سربېره، د افغانستان نږدې ۹ میلیارده ډالرو شتمنۍ کنګل شوي چې د هېواد پر اقتصاد یې پراخ اغېز کړی دی. د دې شتمنیو د هر راز ارزونې، کارونې یا په دې اړه د امریکا د حکومت هیڅ ګام د منلو نه ده. موږ له نړۍوالې ټولنې غواړو چې دا پیسې د افغانستان بانک ته وسپاري.»
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په یوه مرکه کې د درېیو میاشتو لپاره د امریکا د بهرنیو مرستو د ځنډولو دفاع کړې او ویلي یې دي، چې له بشپړو څېړنو وروسته، ښایي بهرنۍ مرستې له سره پیل شي، یایې یوه برخه ورکړل شي.
مارکو روبیو ویلي: « موږ د دې موخې لپاره یو ډالر مرسته واستوله، خو یوازې۱۲ سنټه یې ریښتیا هم هغو خلکو ته ورسېدل، چې د مرستې ترلاسه کولو هڅه یې کوله. پاتې پیسې یوازې د یوه بنسټ لاسته ورغلې، چې زه نه پوهېږم څنګه یې توجیه کړم. زه باید د دې لپاره ځواب ولرم، نو دا هغه مسایل دي، چې موږ باید ترې تېر شو. په پای کې، زموږ بهرنۍ مرستې باید د ملي ګټو د پرمختګ وسیله وي، ځکه امریکا کوم خیریه بنسټ نه ده.»
د اقتصادي چارو ځينې شنونکي وایي، د امریکا د مرستو درېدل په هېواد کې بې وزلي زیاتوي او د دې ننګونو د لمنځه وړلو لپاره باید اسلامي امارت او امریکا پر یوې کړنلارې تفاهم ته ورسیږي.
د اقتصادي چارو شنونکي، محمد اصف ستانکزي و ویل: « په دې وروستیو میاشتو کې په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د زده کړو په تړاو پر افغانستان نړۍوالې نیوکې زیاتې شوې دي. دغه مسلې د بهرنیو مرستو د بندیدو لامل شوي دي. باید یوه شرعي حللاره وموندل شي، څو نړۍوال سازمانونه وکولای شي خپلو مرستو ته دوام ورکړي.»
د سیګر په راپور کې راغلي، چې ټاکل شوې د ۲۰۲۶ د جنوري پر۳۱مه د دغه بنسټ فعالیت په بشپړ ډول پایته و رسیږي.
په دې اړه مو اندونه