Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان او مرکزي اسیا هېوادونو ترمنځ ۱٫۶۹مېلیارد ډالره راکړه ورکړه شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې، د روان لمریز کال په لړ کې، د منځنۍ اسیا له پنځو هېوادونو، تاجیکستان، ازبیکستان، ترکمنستان، قزاقستان او قرغیزستان سره د یو مېلیارد او ۶۹۶ مېلیونه ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه شوې ده.

د دغه وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي چې، له دې منځه ۱۱۲ مېلیونه ډالره یې صادرات او یو مېلیارد او ۵۸۴ مېلیونه ډالره یې واردات دي.

ښاغلی جواد زیاتوي چې، له افغانستانه وچې او تازه مېوې، ډول ډول جوسونه، شوکاڼې او د اېنجې، کچالو او پیازو په ګډون ځينې کرنیز محصولات یادو هېوادونو ته صادر شوي او همداراز له یادو هېوادونو بیا برېښنا، سون مواد، اوړه، غوړي، د کارخونو اومه مواد، کېمیايي سره او سمنټ افغانستان ته را وارد شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند وویل:«په ۱۴۰۳ کال کې د افغانستان او مرکزي اسیا هېوادونو ازبیکستان، قزاقستان، تاجیکستان، قرغیزستان او ترکمنستان ترمنځ سوداګري عادي روانه وه چې، ټول ارزښت یې ۱٫۶۹۶ مېلیارد ډالرو ته رسېږي. له دې جملې ۱۱۲ مېلیونه ډالر صادرات او ۱٫۵۸۴ مېلیارد ډالر واردات دي.»

د اقتصادي چارو ځینې شنونکي د افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو تر منځ د سوداګریزې راکړې ورکړې په کچه کې ډېرښت د سیمه‌ییز او نړۍوال تجارت د ودې لپاره مهم ګڼي او له یادو هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ پر لا پراختیا ټینګار کوي.

د اقتصادي چارو شنونکی محمد نبي افغان په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«د مرکزي اسیا هېوادونه زموږ لپاره ښه بازار کېدای شي. که وګورو، دوی تر ډېره هڅه کوي چې، د اوکراین جګړې وروسته، د افغانستان له لارې سوېلي اسیا له منځنۍ اسیا سره ونښلوي؛ خو بدبختانه په افغانستان کې لا هم ډېرې ستونزې شته.»

د اقتصادي چارو بل شنونکي محمد اصف ستانکزي هم وویل:«ترکمنستان، تاجیکستان او ازبیکستان د افغانستان ګاونډي هېوادونه دي. کله چې، د افغانستان اقتصادي سټراټېژي عملي کېږي، نو موږ تر ټولو لومړی له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره همکارۍ ته اړتیا لرو.»

د رسمي معلوماتو لمخې، افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې له بېلابېلو هېواودنو سره د ۱۲ مېلیارده او ۴۲۲ مېلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه کړې ده. له دې منځه بیا د ۱ مېلیارد او ۸۰۳ مېلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي او د ۱۰ مېلیارده او ۶۱۹ مېلیونه ډالرو په ارزښت بیا واردات شوي وو. د دغو شمېرو لمخې، په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان ۱۵ سلنه صادرات درلودل او ۸۵ سلنه یې بیا واردات کړي وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه