د هرات سیمه ییز مسوولین په دغه ولایت کې د کوچنیو صنایعو د ودې په موخه د یوه ستر پروګرام له پیله خبر ورکوي.
د دغه پروګرام موخه د بهرنیو ورته تولیدي توکو مخنیوی، د کوچنیو صنایعو پراختیا او ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرول بلل شوي دي.
هڅه کېږي چې د اړتیا کوچنۍ صنایع په کوردننه تولید شي.
د هرات د صنعت او سوداګرۍ رییس، محمد بشیر سیرت په دې اړه وايي: "د دې پروګرام موخه د کوچنیو صنعتونو د ملاتړ فرهنګ رامنځته کول او د افغانستان د کورنیو تولیداتو د کارونې زیاتوالی دی."
ددغه پروګرام موخه د افغاني تولیداتو له لوري د ګاونډیو هېوادونو د وارداتي توکو ځای نیول بلل شوي دي.
زرګونه ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرېدل ددغه پروګرام یوه بله موخه ده.
د هرات د صنایعو او کانونو خونې رییس، حمیدالله خادم هم وايي: "موږ باید په افغانستان کې د کار او تولید لپاره مناسب شرایط برابر کړو. هره ورځ میلیونونه افغانۍ د هغو محصولاتو پر پېرلو لګول کېږي چې موږ یې د خپل هېواد دننه د تولید وړتیا لرو."
د کوچنیو صنایعو ځینې لرونکي د سرپرست حکومت له لوري د لازیاتو اسانتیاوو برابرولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي.
د دوی په خبره په کوردننه د تولیداتو ودې لپاره اړین ظرفیتونه شته او کولای شي چې د وارداتي توکو ځای ونیسي.
یو متشبث، فهیم امیري بیا وايي: "تر دې وروسته، موږ کولای شو خپلې لومړنۍ اړتیاوې په هرات کې تولید کړو، او په دې برخه کې موږ ته د ښه پرمختګ هیلې راکړل شوې دي."
د شمېرو پربنسټ په هرات کې دوه زره د کوچنیو صنایعو کارخونې فعاله دي.
له دې ډلې یو زر او دوه سوه د کوچنیو صنایعو کارخونې د میرمنو او اویا سلنه نورې د نارینه وو له لوري پرمخ وړل کېږي.
په دې اړه مو اندونه