Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان د اماني صندوق ګټه ۴۴۰ مېلیون ډالرو ته رسېدلې ده

د اماني صندوق د مدیره پلاوي غړی شاه محمد محرابي طلوع‌نیوز ته وايي چې، د دغه صندوق له جوړېدو وروسته، د هغه ګټه ۴۴۰ مېلیون ډالرو ته رسېدلې ده.

د ښاغلي محرابي په وینا، چې دغه صندوق د اسعارو د بیې تثبیت، د بیو د کچو کنټرول او په پایله کې په هېواد کې د مالي ثبات د ساتلو لپاره جوړ شوی دی.

د اماني صندوق د مدیره پلاوي غړی وايي:«دم‌ګړۍ، د دغه صندوق شتمني ۳٫۹۴ مېلیارد ډالره ده او له جوړېدو راهیسې یې ۴۴۰ مېلیونه ډالره یې ګټه لرلې ده. دا د مالي مدیریت هوښیارانه کړنې ښیې. په پای کې، د افغانستان وجهي صندوق د حکومتولۍ یو منظم چوکاټ جوړ کړی، چې د افغانستان د مالي سیسټم د ثبات لپاره ډیزاین شوی دی.»

د افغانستان وجهي صندوق د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر میاشت کې په سویس کې د امریکا متحده ایالاتو له خوا د دغه هېواد د ۳٫۵ مېلیارد ډالره شتمنیو د ساتلو په موخه جوړ شو.

د اقتصادي چارو ځينې شنونکي وايي، چې تر اوسه د وجهي صندوق له شتمنیو د هېواد د اقتصادي ودې لپاره کار نه‌دی اخیستل شوی او اړتیا ده په داسې حالت کې، چې افغانۍ د نورو اسعارو پر وړاندې دومره ثبات نه‌لري، د مالي ثبات د ساتلو لپاره ورڅخه ګټه واخیستل شي.

د اقتصادي چارو شنونکي عبدالنصیر رښتیا په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«اماني صندوق چې جوړ شوی دا په حقیقت کې د افغانستان ملاتړې پیسې دي، چې کولای شي د نړۍ په بازارونو کې د افغانیو باور لوړ کړي او همدارنګه دا افغانستان نړۍوالې سوداګرۍ ته د باور ورکړې لامل کېدای شي»

خو د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي مفتش په یو راپور کې دې ته نغوته کړې، چې د امریکا حکومت ښايي د دغو څلور مېلیارده ډالرو د بېرته راستنولو په اړه بیا کتنه په کاري لومړیتوب کې ونیسي.

بلخوا اقتصاد وزارت یو ځل بیا له امریکا او اروپايي هېوادونو غواړي، چې د افغانستان شتمنۍ له قید او شرط پرته خوشې کړي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري په دې هکله وايي:«ژر تر ژره باید دغه شتمنۍ د مرکزي بانک په واک کې ورکړل شي، چې د پیسو د ملاتړ په توګه په سترو اقتصادي سیاستونو او د افغانستان د خلکو د بنسټیزو اړتیاوو په برخه کې ولګول شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د جمهوریت تر نسکورېدو وروسته د افغانستان له نهو مېلیارده 
ډالرو زیاته شتمني د امریکا او اروپايي بانکونو له خوا کنګل شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه