Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اېبک عثمانوف: د افغانستان-ازبېکستان راکړه ورکړه له ۱ میلیارد ډالرو اوښتې

په افغانستان کې د ازبېکستان سفیر وايي، د کابل او تاشکند تر منځ د سوداګرۍ کچه لوړه شوې ده.

اېبک عثمانوف زیاتوي، په تېر زېږیز کال کې د افغانستان او ازبېکستان تر منځ د سوداګریزې راکړې ورکړې ټول ارزښت ۱ اعشاریه ۱ میلیارد ډالرو ته رسېدلی وو.

په کابل کې د ازبیکستان سفیر، اېبک عثمانوف وايي: د دواړو هېوادونو د مشرانو، د ازبکستان ولسمشر محترم شوکت میرضیایف او محترم شیخ هبت‌الله اخندزاده، له برکته، د وزارتونو د مشرانو، د سوداګرو فعالې همکارۍ او د دوی د هڅو او تحرک له امله، د تېر کال په ترڅ کې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ مالي گردش له ۱.۱ میلیارد ډالرو څخه زیات شوی دی.

په کابل کې د امیر علیشېرنوايي او ظهیر الدین محمد بابر د کارکړنو د ارزونې په موخه غونډه جوړه شوه. 

دغه غونډه د اسلامي امارت د چارواکو، په کابل کې د ازبیکستان د سفیر او په کابل کې د علماوو د یوې ډلې په حضور کې جوړه شوه.

ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال د دغو دوو شخصیتونو د اثارو او کارکړنو د لا زیاتې څېړنې پر اړتیا ټینګار وکړ.

نوموړي د ازبیکستان له سفارته وغوښتل چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په همکارۍ د نوايي پیژندنې په برخه کې سمینارونه جوړ کړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال، عتیق الله عزیزي په دې اړه وايي: زموږ اولادونه نن ورځ د خیالي ناولونو له دروغجنو اتلانو پر ځای هغه د خپل الګو په توګه غوره کوي او د هغه آثار لولي.

يو شمېر ليکوالانو او شاعرانو هم د لا زياتو غونډو او د کابل او تاشکند ترمنځ د ګډو فرهنګي مرکزونو د جوړېدو غوښتنه وکړه.

لیکوال، نجیب‌الله ارمان و ویل: "د دې ډول ناستو د بډاینې لپاره اړتیا ده چې موږ داسې برنامې ولرو چې پر فرهنګي مشترکاتو او ادبي ارزښتونو تمرکز وکړي."  

یو بل لیکوال، عبدالحنان هم و ویل: "د ازبکستان د ادبي خزانو استادان باید دلته ولوستل شي، او له دې ځایه باید فرهنګي تبادله رامنځته شي. همدارنګه، په افغانستان کې د نوایي پېژندنې لپاره یو مرکز باید جوړ شي."

امیر علیشیر نوايي چې د تیموریانو د دورې یو شاعر او عالم وو په ۸۴۴ هجري لمریز کال کې په هرات کې زیږیدلی وو. 

لومړنۍ زده کړې يې له خپل پلار څخه چې د تيموريانو له وزيرانو څخه وو، تر لاسه کړې او بيا د زدکړو د دوام لپاره سمرقند ته ولاړ.

نوایي په ۹۰۶ یا ۹۰۷ هجري لمریز کال کې ومړ.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه