د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې د تېر کال همدې مودې پر تله د وچې مېوې په صادراتو کې کمښت راغلی دی.
د دغه وزارت د شمېرو لمخې، د روان هجري - لمریز کال په لومړیو لسو میاشتو کې د څه باندې ۳۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت وچه مېوه نورو هېوادونو ته صادره شوې؛ خو تېر کال بیا دغه شمېر شاوخوا ۳۸۸ میلیونه ډالره وو.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد و ویل: «د ۱۴۰۳ کال په لومړیو لسو میاشتو کې د څه باندې ۳۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت نږدې ۱۱۵ زره ټنه وچه مېوه هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو، روسیې، چین، انګلستان، جرمني، کاناډا، ازبیکستان، امریکا او نورو هېوادونو ته صادره شوې ده.»
افغانستان د بډایه کرنیزو سرچینو په لرلو سره د انځر، پستې، بادام، جلغوزې، ممیزو، د زردالو کشتې او چهارمغزو په ګډون وچه مېوه د عمده صادراتي توکو په توګه نړۍوال بازار ته وړاندې کوي.
د کابل د وچې مېوې د صادرونکو ټولنه وايي، بانکي ستونزو، د سوداګریزو ویزو په برخه کې ستونزو او د پاکستان له لوري پر افغاني توکو د تعرفې لګولو د هېواد د وچې مېوې پر صادراتو پراخ منفي اغېز کړی دی.
د کابل د وچې مېوې د صادرونکو ټولنې ویاند، احمد خالد رحماني و ویل: «له درېیو کلونو راهیسې زموږ سوداګرو ته هند ویزې نه دي ورکړي، په داسې حال کې چې د افغانستان ۷۰ سلنې وچه مېوه هند ته صادریږي. دا یوه ستره ستونزه ده، همداراز د پاکستان دوه سلنې مالیه بله ستونزه ده.»
سوداګر، امید حیدري و ویل: «موږ له اسلامي امارته غواړو چې د اقتصادي سیاستونو پر بنسټ دې هڅه وکړي، چې زموږ کرنیزو محصولاتو ته نړۍوال بازارونه ومومي.»
د افغانستان د بهرنیو اسعارو د عاید یوه مهمه سرچینه د وچې مېوې صادرات دي، چې د خپلو تولیداتو د لوړ کیفیت له امله په نړۍ کې ښه شهرت لري.
په دې اړه مو اندونه