کابل ښاروالۍ د کابل د پلخشتي په ځمکتله کې د مارکېټ جوړېدو چارو له ۹۰ سلنې پرمختګه خبر ورکوي.
د دغې ښاروالۍ استازی نعمتالله بارکزی په ځمکتلې کې د دغه مارکېټ د جوړولو موخه په یاده سیمه کې د ګڼې ګوڼې راکمول او د سوداګریزو مرکزونو جوړېدل بولي.
دا سیمه د کابل ښار له تاریخي او ګڼ مېشتو ځایونو ګڼل کېږي، چې لا هم د پخوا په څېر ګڼه ګوڼه لري.
د کابل ښاروالۍ استازی طلوعنیوز ته وايي:«د پلخشتي جومات په سیمه کې یوه ځمکتله جوړېږي چې څه باندې ۹۰ سلنه کار یې بشپړ شوی او ټولیزه موخه، د سوداګریزو مرکزونو جوړول او په هغې سیمه کې د سړک غاړې ته د توکو د پلور لهمنځه وړل دي.»
دغه ځمکتله د هېوادوالو لپاره د تګ راتګ شپږ لارې لري او ۳۶۰ هټۍ هم پهکې د جوړېږي.
د ځمکتلې د پروژې کارګر اجمل په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«دا یوه ملي او ارزښتناکه پروژه ده، چې ۳۶۰ هټۍ او شپږ لارې لري.»
بلخوا، د کابل یو شمېر اوسېدونکي که څه هم د ګڼې ګوڼې په کمولو کې د دغې ځمکتلې جوړېدل اغېزناک ګڼي؛ خو د پلازمېنې په نورو برخو کې د ورته ځمکتلو د جوړېدو غوښتنه کوي.
د کابل اوسېدونکی عبدالحمید وايي:«د دغې ځمکتلې جوړېدل یو ډېر ښه کار دی. خلک هم د ګڼې ګوڼې له ستونزو خلاصېږي او زموږ هېوادوال کولای شي له دغې ځمکتلې څخه چې، ډېرې اسانتیاوې لري، ښه ګټه واخلي.»
د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، د سړکونو، کانالونو، زرغونو سیمو او سوداګریزو مرکزونو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د رغونې چارې پیل شوې دي.
په دې اړه مو اندونه